لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: هیڅ وسلوالې ډلې ته د ریاستي حکم د چېلنج کولو اجازه نه ورکوو


اسلام اباد ـــ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وسله والو یا فشار اچوونکو ډلو ته به د ریاست د رټ یا حکم د چیلینج کولو یا حکومت ته تګلاره ښوولو اجازه نه ورکول کیږي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د یورپي یونین د بهرنیو چارو د کمیټې سره د انټرنیټ د لارې لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د مذهب د سپکاوي د قوانیو په اړه د یورپي پارلیمان پر منظور کړي قرارداد مایوسي څرګنده کړه ده.

ښاغلي قرېشي ویلي د قرارداد منظوري څرګندوې چې یورپي پارلیمان نه خو د مذهب په قوانیو ځان پوه کړی او نه په پاکستان او نړۍ کې د مسلمانانو په مذهبي جذباتو پوه دي.

دوی زیاته کړې پاکستان د زغم او سوله ییزې بقا پر سیاست باور لري او غواړي چې له نړیوالو هیوادونو سره د یو ذمه وار غړي په توګه لا ډېر کردار تر سره کړي.

قرېشي دا هم ویلي چې د یوې بلې ټولنې په شان ټول خلک د رایې د څرګندولو حق لري خو وایي دغه حق د نورو مذهبي احساساتو او جذباتو ته د زیان رسولو د پاره په غلطه توګه باید ونه کارول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ټوله نړۍ باید د مذهب یا عقیدو پر اساس د زغم نه لرونکو، اشتعال خوروونکو او تشدد خوروونکو په ضد ګډه اراده څرګنده کړي.

خو د پاکستاني څېړونکو وینا ده چې دغه حالات د حکومت خپله جوړ کړی شوي دي چې یواځې د خبرو د لارې نه شي هوارېدای.

د نړیوالو چارو پوه او مشر سیاستوال ایاز امیر وایي، کوم حالات چې را مخې ته شوي دي او یورپ یونین قرارداد منظو کړی دی دا زمونږ د خپلو خلکو او د ریاست له لاسه دي:

"د یورپ تحفظات زمونږ [د مذهب د سپکاوي] پر قانون دي خو د دې څخه زیات دا څه رنګه کارول کیږي پر دې هم دي".

ایاز امیر زیاتوي اهم خبره دا ده چې په تېرو ورځو کې خپله داسې حالات جوړ کړی شول، چې د فرانس د سفیر په ضد قرارداد پارلیمان ته وړاندې شو، خلک بازارونو ته راووتل بینرې یې ولګولې خو حکومت دا هر څه نه رد کولای شي او نه یې هضم کولای شي:

"پاکستاني مشران که چېرې په راتلونکي کې څه تګلارې جوړوي نو به ورته دا هم کتل وي چې دوی یې زغملای شي که نه، هغه هم په داسې حالاتو کې چې حکومت د هر څه د پاره کشکول په لاس کې اخیستی".

د نړیوالو چارو پوه ډاکټر حسن عسکري وایي د پاکستان د تګلارې کمزوري دا ده چې موږ هر کله د لنډ وخت ضرورتونو ته ګورو، د اوږدې مودې ګټې پرېږدو او د خلکو فشار قبول کړو:

"د فکر خبره دا ده چې موږ نړۍ په خپل دریځ نه شو پوهولای، د دې لوی سبب دا دی چې حکومت په هیواد کې هغه څه کوي چې دوی وستایل شي او د نړیوالو ګټو څخه یې سترګې پټې ساتلې دي".

روان کال د اپریل په 28مه یورپي پارلیمان یو قرارداد منظور کړی وو چې پکې له پاکستانه د مذهب د سپکاوي په قانون کې د بدلون غوښتنه شوې وه.

له هغه وروسته پاکستان د بشري حقونو د نظام د نور مضبوطولو د پاره نوې قانون سازې کړې او د روانې میاشتې په پیل کې وفاقي کابینې د جرنالسټانو او مطبوعاتو د تحفظ او په زور د بې درکۍ د مخنیوي قانون منظور کړی وو.

د یورپي پارلیمان له دغه قرارداد وروسته ویره څرګندیږي چې له یورپ سره د پاکستان سوداګري او په 2014م کال کې ورکړل شوې جي ایس پي پلس حیثیت اغېزمنېدای شي، چې پاکستان ته یې په یورپي بازارونو کې د خپلو شیانو د خرڅولو اجازه ورکړې ده.

پاکستان له 12 څخه تر 20 فیصده پورې سوداګري له یورپي هېوادونو سره کوي چې پکې اکثره کپړه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG