لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټولټنبرګ: افغان ځواکونه خپل امنیت سمبالولی شي


په افغانستان کې د نړيوالو اتحادي ځواکونو نېټو مشر سټولټنبرګ ويلي افغان ځواکونه اوس دومره پیاوړي دي چې هغه د نړيوالو ځواکونو پرته هم په خپلو پښو ودرېدلی شي.

د نېټو ځواکونو مشر د زيارت/پنجشنبې په ورځ (27 مې) اېسوسي اېټډ پرېس ته ویلي، نېټو نزدې دوه لسيزې په افغانستان کې تيرې کړې او هلته يې د امنیت دپاره خدمات ترسره کړي دي.

نېټو ځواکونو په کال 2003 کې افغانستان ته تللي وو.

د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه دا وخت په افغانستان کې د امریکا د 3500 سرتيرو په ګډون د نهه زرو پورې پوځيان شتون لري، د کومو په اړه چې ويل شوي د روان کال 11 ستمبر پورې به ووځي.

هغه ويلي، "زما خيال دی افغانان، دوی هم اوس محسوسه کړې چې مونږ په افغانستان کې 20 کاله تېر کړل هلته مو وينه ورکړه او پېسې مو خرڅ کړې".

سټولټنبرګ ويلي اوس که د امنيتي ځواکونو د وړتيا خبره وي يا د اقتصادي پرمختګ، افغانان په دواړو حوالو پوره مخکې تللي دي.

هغه ویلي کله خو به افغانانو په خپله د خپل ملک امنيت سمبالولو او دغه زمه واري به يې په خپله اخسته.

د افغانستان نه چې د امریکا او نېټو ځواکونه ووځي په ملک کې د تشدد پېښې هم سېوا شوي او په ځينو علاقو کې ويل کيږي طالبانو ځينې علاقې نيولي هم دي.

سټولټنبرګ ويلي چې نېټو هېوادونه به په افغانستان کې وزارتونو ته مشورې او امنيتي ځواکونو ته مالي مرستې ورکوي او د افغان حکومت او طالبانو د خبرو ملاتړ به هم کوي.

د افغانستان نه چې امریکايي او نړيوال ځواکونه ووځي ځينې څيړونکي اندېښنه څرګندوي چې کله امریکا په بشپړه توګه ووځي نو طالبان به ډېر زر په حکومت او امنیتي ځواکونو را وخيژي.

خو افغان حکومتي، دفاعي او امنيتي چارواکي وايي افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه وړتيا لري چې د هېواد امنیت په ځای ټينګ وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG