لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايټمي قوت او د وسلو په زغل کې شامل پاکستان دې زياته پاملرنه د ولس ژوند ته وکړي، څيړونکي


28 May
28 May

پاکستان 23 کاله وړاندې د 1998 په 28 مې کامیابې ايټمی ازموينې کړې وې او د ايټمي وسلو په زغل هېوادونو کې شامل شوی په کومو کې چې د پاکستان ګاونډي هند هم شامل دی، څيړونکی وايي ايټمي قوت او د وسلو په زغل کې شامل پاکستان بايدزياته پاملرنه د ولس ژوند ته وکړي .

پاکستان چې د ځمکې او فضا دواړو د لارې د ايټمي وسلو کارولو قوت ترلاسه کړی نو بل لور ته د روايتي وسلو په زغل کې هم په منډه دی.

د وسلو د موجودګۍ او جګړو په اړه تحقيق کوونکې ازادې نړيوالی ادارې سيپري (SIPRI) تر مخه پاکستان په جنوبي اسيا کې په غټه کچه د روايتي وسلو خريداري کوونکی او په نړۍ کې په لسم نمبر دی چې روايتي وسلې راغواړې.

پاکستان د ايټمي ازموينو وروسته د ايټمي وسلو پروګرام روان ساتلی او د سيپري د اندازې تر مخه د 100 نه تر 120 پورې ايټمي وسلې لري.

په ايټمي پروژو خرڅونه اومصرفونه :

وتلی ساينس پوهه او ليکوال پروفېسر پروېز هود بهايي وايي ، د دغه ايټمي پروژې زيات خرڅونه تر لومړي بم د ازموينې وي او چې کله لومړۍ ازموينه کاميابه شي نو بيا د بمونو په جوړولو باندې هغه شان مصرف نه وي خو د دې سمبالښت او انتظام بيا ډېر ګران وي او په دغه انتظامونو بيا د بمونو د جوړولو څخه څوچنده زيات خرڅونه کول وي.

هود بهايي وايي "هند او پاکستان دواړه غريب هېوادونه دي خو که د ابادۍ په حساب وګورو نو پاکستان بيا درې چنده زيات مصرفونه زغمي او هم د دې وجې بيا دلته د اوبو، تعليم ، صحت ، چاپېريال او نورې اړتياوي نه سرته کيږي".

په اسلام اباد کې د سټراټيجک ويژن انسټيټوټ په نوم د دفاعي تحقيق ادارې مشر ډاکټر ظفراقبال چيمه وايي ، د هند لخوا لومړی دغه پېل شوی وو او د دې سره دلته په منطقه کې دفاعي طاقت بې تولې شوی وو او د پاکستان سره بيا بې له دغې کومه لار نه وه چې په خپله هم دغه ازموينه وکړي.

هغه وویل بله دا چې د دواړه هيوادونو سره د ايټمي وسلې د موجودګۍ له کبله بيا د دوی تر منځه کومه لويه روايتي جګړه هم نه ده شوې.

ظفر اقبال چيمه زياته کړه زه دا تسليموومه چې په جنوبي اسيا کې دغه د ايټمي وسلو زغل د خطر وړ دی او پکار ده د دې حل ولټول شي چې د کم نه کم دفاعي ضرورتونو تر حده د ايټمي وسلو ساتلو باندې هېوادونه رضا شي او دغه مخ په زياتي خرڅونه په خپل اقتصاد ولګول شي.

پروېز هود بهايي وايي، د ايټمي بم خپل يو منطق وي او کوم حد يې نه وي ، د ميزايلو شمېره په زياتولو وي ، ابدوز جوړول وي او د رېډار نظام جوړول دغه بيا داسې يو زغل دی چه په مخه روان وي.

پاکستان د کمزوري اقتصاد او مخ په زياتېدونکو ضرورتونو دپاره د نړيوالو ادارو څخه پورونه/ قرضونه ترلاسه کوي او بيا د خپل پيداوار زياته برخه په وسلو مصرفوي، خو د پاکستان دريځ دی چې د ګاونډي هېواد هند سره د روايتي دښمنۍ له کبله په دې مجبوره دی چې د خپلې دفاع پياوړې ساتلو دپاره وسلې واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG