لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جبري بې درکو لپاره کارکوونکو پاکستان ته د ملګرو ملتونو د خط هرکلی کړی


د تشدد او جبري بې درکۍ په ضد کار کوونکو د ملګرو ملتونو اتو ادارو د پاکستان حکومت ته ليکلي خط کې په زور د خلکو په بې درکۍ کې د ککړو کسانو په ضد د کاروايۍ او په بيړني ډول د دغو پېښو د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د بهرملکي مطبوعاتي ادارې له مخې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د پاکستان د حکومت څخه په دې اړه د پورته کړى شوو ګامونو تفصيلات غوښتي وو خو وایي پاکستان په دوو مياشتو کې په دې عمل ونه کړى شو ځکه د ملګرو ملتونو دغه خط اوس عام کړى شوی دی.

د بې درکه بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي تنظیم مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ د ملګرو ملتونو د خط هرکلی کړی او د وي او اې ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني ته یې په ځانګړې مرکه کې ویلي، 14 کاله کېږي د بې درکه خلکو لپاره فریادونه کوي خو څوک یې نه اوري:

"موږ د ملګرو ملتونو د خط هرکلی کوو، موږ هم دوی [ملګرو ملتونو] ته بیا بیا خطونه لېږلي دي چې له موږ سره داسې کېږي نو دوی به خامخا اقدام کوي".

په خط کې ویل شوي چې په پاکستان کې له ملتپالو پښتنو او بلوڅانو سره سره په زور د شيعه مسلمانانو د اوچتېدو په پېښو کې هم زياتوالى راغلى دى. وایي د پاکستان حکومت يا خو پخپله داسې کوي او يا دا تګلاره لري چې په دى پېښو باندې سترګې پټې کړي.

پاکستان ته د جبري بې درکۍ په ضد دا خط دا په داسې وخت لېږل شوی چې حکومت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په کونسل کې د فلسطين او اسرايل د تازه شخړې په سر د اسرايل د لاسه د بشري حقونو د سرغړونو د پلټنو لپاره د کمېشن جوړښت د پاکستان لويه سفارتي ګټه بولي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د قامي اسمبلۍ غړى محسن داوړ تور لګوي چې د پاکستان طاقتوره پوځ په زور خلک اوچت کړي دي. محسن داوړ وایي څوک له پوځه تپوس نه شي کولای او نه پوځ په دې اړه ځان د جواب ویلو ذمه وار ګڼي.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې محسن داوړ وويل، د ملګرو ملتونو د خط سره په ډاګه کيږي پاکستان ته پکار دي د نړۍ په نورو هيوادونو کې د بشرى حقونو د معاملاتو را اوچتولو پر ځای خپل ګرېوان ته وګوري

د ملګرو ملتونو په خط کې په حکومتي کچه د بې درکۍ د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن په کارکردګۍ او دعوو باندى بې باوري ښودل شوې ده.

د بشري حقونو فعاله او د بې درکه کسانو په لټون بوخته آمنه مسعود جنجوعه د ملګرو ملتونو له خوا په سيند صوبه کې د جبري اوچتولو په پېښو کې په زياتوالي او حکومتي کمېشن باندې بې باوري پر ځاى بولي.

آمنه مسعود وي او اې ډيوه ته وويل دوی وړاندې نه منله او اوس خو ملګرو ملتونو هم د پاکستان حکومتي کميشن ته د "نااهلۍ سند" ورکړ.

حکومتي کمېشن په پاکستان کې په بې درکه 8,702 کسانو کې د 5,546 د لټون او موندنې دعوه کوي خو دا نه ښیي چې دا کسان چا اوچت کړي وو او د هغوی په ضد کميشن څه کاروایي کړې ده.

د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه په پاکستان کې د بې درکه خلکو شمېر د حکومتي کميشن نه ډېر زيات ښیي او په جبر د خلکو د اوچتولو تور په استخباراتي ادارو پورې کوي خو د پاکستان حکومت او پوځ دا تورونه په کلکه ردوي.

ملګرو ملتونو په خط کې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې په زور د خلکو اوچتول دې قابلِ سزا جرم وګرځوي. د پاکستان مرکزي کابينې په دې اړه د قانوني مسودې منظوري ورکړې ده خو حکومت لا تر دې دمه دا مسوده پارلمان ته نه ده وړاندې کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG