لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به امريکا له د افغانستان د څار د پاره جنګي ا‌‌‌‌‌‌ډې ورکړي؟ 


د امريکا او نيټو ځواکونو د افغانستان نه د وتلو وروستو په سيمه کې امريکا خپل پوځي شتون ساتل غواړي خو بحثونه په دې راپورته شوي چې که امريکا د افغانستان د ګاونډي هېوادونو نه پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې وغواړي نو دوی به دې غوښتنې منلو ته تيار شي؟.

د امريکا د سنټرل کمانډمشر جنرل کينېت مکينزي تېره اوونۍ د امريکا سينټ ته په خپل بريفينګ کې ويلي وو امريکايي ځواکونه د افغانستان نه ووځي خو یو تعداد ځواک به په سيمه کې ځای په ځای کوي.

د ميډيا د ځيني دعوو تر مخه امريکا په ازبکستان، تاجکستان او ممکن په پاکستان کې پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړي خو د امريکا د حکومت لخوا په دې اړه کومه غوڅه پرېکړه لا مخې ته نه ده راغلې.

د پاکستان وزير خارجه شاه محمود قريشي چې په نزدې ورځو کې په امريکا کې وو، ملک ته د تلو وروستو د پاکستان سينټ ته ويلي په دې کې هيڅ ريښتيانشته او بې بنياده خبرونه دي چې پاکستان امريکا له پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې ورکوي.

د افغانستان د پاره د روس خصوصي استازي ضمير کابلوف هم ميډيا ته ويلي دا ريښتيا نه دي چې ازبکستان او تاجکستان به خپله خاوره امريکا ته د استعمال دپاره ورکړي.

د طالبانو د حکومت د ړنګولو دپاره د پاکستان د هغه وخت پوځي امر جنرل مشرف په کال 2001 کې شمسي اير بيس او جيکب اباد بيس امريکا ته ورکړي وو چې د ماهرينو په وينا جيکب اباد اير بيس د ايف 16 جنګي الوتکو د پاره ځانګړی کړی شوی وو او شمسي اير بيس د بې پايلټه ‌‌‌‌‌‌ډرون او نورو پوځي عملياتو د پاره استعمالېدو.

د پاکستان وتلي خبريال حامد مير د جنرل مشرف د پاليسۍ او د ريټايرمنټ د ژوند په اړه چې په متحده عرب امارات کې ميشت دی وايي د ده په رنګ صحافيان لکه چې اسد طور، مطيع الله جان او نورو په رنګ په قسم قسم وځورول شول په پاکستان کې ژوند کوي خو جنرل مشرف بهر دی دا ولې؟

هغه پوښتنه کوي چې “سيد جنرل مشرف چرته دی؟ د منږک په شان يې کلۍ په ځان ټوله کړه او د پاکستان نه وتښتېدو؟ د هغه اکاونټس وګورئ چې پيسې ورته د کومې راځي؟ د هغه خرڅ څوک پوره کوي او ولې؟ د هغه دا خدمتونه دي چې غير ملکيانو ته يې په پاکستان کې پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې ورکړې وې؟ دا کار جنرل ايوب خان هم کړی وو چې د بډه بېرې (پېښور) اير بيس يې امريکې ته ورکړی وو”.

د امريکا ‌‌‌‌‌‌ډرونز د پاکستان او افغانستان تر منځ د ‌‌‌‌‌‌ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د پخوانۍ فاټا په ځينې سيمو کې د پاکستاني او نورو خارجي ترهګرو په نخښه کولو کې کارول کېدل چې پاکستان پرې څو څو واره احتجاجونه هم کړي وو.

د پاکستان پخواني وزير خارجه خواجه اصف د پاکستان پارلمان ته ويلي وو پاکستان د افغانستان سره بد کړي ځکه د هغه په وينه 57000 هوايي حملې د پاکستان نه امريکايي جهازونو کړي دي.

د امريکا او پاکستان پټې پوځي اړيکې او د پاکستان مرستې هله د ‌‌‌‌‌‌ډېره حده راښکاره شوې او د دواړو ملکونو تعلقات نور هم خراب شول کله چې په اکتوبر کال 2011 کې د نيټو جنګي هيلي کاپټرو د مومندو په سلاله سيمه کې کم نه کم 24 پاکستاني پوځيان ووژل چې په غبرګون کې يې پاکستان افغانستان ته د څه وخت د پاره د نيټو د رسد لارې وتړلې.

د پاکستان د سينټ د خارجه چارو کميټۍ مشر سنيټر سيد مشاهد حسين چې د پوځي امر جنرل مشرف په واک کې جوړ شوي حکومت کې د مسلم ليګ ق منتخب غړی او وزير وو د وي او ای اشنا رېډيو او ټيلي وژن سره په مرکه کې امريکا ته د پاکستان د ممکنه پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډو ورکولو لا نه ورکولو په اړه ويلي ولس ګنګس دی چې څه روان دي خو د هغه په وينا دا دې د کال 2011 په رنګ پټې ژمنې نه وي.

خو هغه وايي که پټې پرېکړې کيږي نو داسې به وي چې “لومړی دا به د پارلمان سرغړونه وي. پارلمان پخوا ويلي چې د پاکستان په خاوره به هېڅ ډول د پټو يا ښکاره عملياتو اجازه نه ورکول کېږي.

دوېم— که مونږ اډې ورکوو نو طالبان به د ټوپکو شپېلۍ پاکستان لور ته واړوي او هېواد د بې ثباتۍ سره مخ کېدای شي.

درېم— دا چې د امريکا او چين تر منځ سړه جګړه روانه ده. د امريکا کانګرس کې د چين سره د سټراټېجکي سيالۍ په اړه په 15م اپرېل قانون وړاندې شوی دی. د اډو ورکولو سره مونږه نه غواړو چې د دواو لويو قوتونو تر منځ د سيالۍ برخه جوړه شو.

او بله دا چې په دې کار مونږه خپل بل ګاونډي هېواد ايران خفه کول نه غواړو. او که اډې ورکړو نو مونږ ته به په بدل کې څه راکړي؟.

ياد کال 2011 د امريکا او پاکستان تر منځ د تعلقاتو په حواله مشکل کال و ځکه يو خوا په مارچ کې د سي ايي اې کانټريټکر رېمنډ ‌‌‌‌‌‌ډيوس د دوه پاکستانيانو په وژلو کې نيول شوی وو او بله غټه پېښه د می په مياشت کې وشوه کله چې د القاعده مشر اسامه بن لادن په ايبټ اباد کې د امريکاييپ وځيانو د لاسه ووژل شو.

اسامه بن لادن د څو کالونو راهسې په پوځي ښار ايبټ اباد کې مېشت وو چې پاکستاني چارواکي وايي د ملک استخباراتي ادارې ترې نه وې خبرخو امريکا پرې باور نه کوي.

د پاکستان نوم ځکه هم په خبرونو کې راغلی چې هم دې مياشت د پاکستان پوځ اعلان کړی ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښې ته نزدې د بلوچستان په نصيراباد سيمه کې نوی پوځي ايربيس جوړوي او اندازې لګول کيږي ممکن دا بيس د امريکا په مرسته جوړيږي چې د افغانستان د څار دپاره به کارول کيږي.

په دې اړه امريکا او نه پاکستان کوم وضاحت کړی خو البته افغان طالبانو د افغانستان ګاونډي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې امريکا له د افغانستان نه د وتلو وروستو پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې او ځايونه ورنه کړي.

د امريکا پوځي چارواکي وايي که ځواکونه يې د افغانستان نه ووځي خو د سيمې نه نه ووځي او تازه خبرونه ښايي امريکا جنګي جهازونه وړونکې بېړۍ منځني ختيځ ته لېږلې ده او د ماهرينو په وينا دا د افغانستان سره سره د سيمې په حالاتو د څار ساتلو ګام دی.

څېړونکی او د پاکستان پخوانی پوځي افس بريګيډيير سعد محمد خان خان ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ويلي پاکستان به په مشکل کې پرېوځي که چرې امريکا پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې وغواړي او پاکستان ترې انکار وکړي او که چرې دا غوښتنه مني نو په خطه کې د چين، روس او ايران د غبرګون سره مخ کيږي چې تر ټولو غټ اثر به د چين او پاکستان په تعلقاتو پرېوځي.

چين چې د پاکستان ‌‌‌‌‌‌ډېرې پوځي او مالي مرستې کوي په پاکستان کې د 60 بيلينه ‌‌‌‌‌‌ډالرو نه د ‌‌‌‌‌‌ډېرې سرمايه کارۍ سيپيک منصوبه هم پيل کړې چې تفصيلات يې تر ډېره حده مقوپه يا پټ پراته دي خو پاکستاني چارواکي يې لوبه بدلوونکې منصوبه بولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG