لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا او برتانيې ځواکونو د کابل نوي کېمپ پوځي اډه هم افغان ځواکونو ته سپارلې


د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، پرون د جمعې په ورځ (28 مې) د امریکا او برتانیې ځواکونو د نوي کابل کېمپ (اېن کی سي) پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله.

د دفاع د وزارت ویاند فواد امان په ټويټر د دغه پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلو ويډیو خپره کړې ده.

په ویډيو کې ليدلي کيږي د امریکا او برتانيې بېرغونه راکښته کول کیږي او د افغانستان بېرغ پورته کولی شي.

فواد امان په 14 مې په ټویټر ویلي وو په کندهار کې هم امریکايي ځواکونو خپله پوځي اډه افغان ځواکونو ته سپارلې ده.

د کندهارد دغه مرکز يا اډې په اړه ويل کېده يو وخت په دې مرکز کې د 30زرو پورې امريکايي پوځيان مېشت وو.

د افغان رسنيو ترمخه د نوي کابل کېمپ اډې افغان ځواکونو ته سپارلو سره دا په افغانستان کې شپږمه پوځي اډه شوه چې امریکايي او بهرني ځواکونه يې افغان ځواکونو ته سپاري.

د امریکې صدر جوبايډن د اپرېل په مياشت کې اعلان کړی چې د مې د مياشتې د لومړۍ نېټې څخه به د افغانستان نه د امریکا ځواکونه وتل پېل شي او د ځواکونو وتلو عمل په 11 ستمبر سرته ورسي.

په افغانستان کې موجود د نېټو اتحاد هم ویلي وو د امریکا سره به يو ځای خپل ځواکونه اوباسي.

د امريکايي ځواکونو د ویستلو به اړه د امریکا صدر جوبايډن د افغان ولسمشراشرف غني سره خبرې کړې وې.

او د دغو خبرو پس ولسمشر غني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت د امریکې د پرېکړې درناوی کوي او موږ به له خپلو امریکایي متحدینو سره کار کوو چې په ښه توګه [د دوی] لېږد باوري کړو".

XS
SM
MD
LG