لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د چاپيریال د نړيوالې ورځې د کوربه توب څخه کومې ګټې ترلاسه کولی شي؟


پاکستان په پينځم جون د چاپيريال د نړېوالې ورځې کوربه توب کوي، پوهان وايي که دغه غونډې ته ښه تياری وشي د چاپيريال د منفي اغېزو ښکار پاکستان د دې کانفرنس نه ګټې ترلاسه کولی شي.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي د چاپيريال د نړيوالې ورځې کوربه توب د پاکستان دپاره د وياړه خبره ده.

د ملګرو ملتونو د چاپيريال د پروګرام ادارې په خپله وېب پاڼه ليکلي، د پاکستان په کوربه توب د چاپیريال د نړيوالې ورځې نمانځلو مقصد د چاپيريال د بدلون په اړه پوهاوی خورول او د موسمي بدلون د منفي اغېزو مخنيوی کول دي.

پاکستان په لومړي ځل د دې ورځې کوربه توب کوي. د جرمن واچ نومې ادارې کال 2020 د رپورټ ترمخه پاکستان په نړۍ کې پ پينځم نمبر هېواد دی چرته موسمي بدلون منفي اغېزې لري د مالي او ځاني تاوان سبب ګرځي.

د پېښور پوهنتون د چاپيريال يا د ماحولياتو د څانګې مشر ډاکټر محمد نفيس وايي د نړۍ په کچه په موسمي بدلون کې د پاکستان برخه ډېره کمه ده خو اثرات ضرور لري.

هغه وويل دلته د چاپيريال اثرات د نورو هېوادونو په نسبت د تودوخې دکچې زياتيدو،سېلابونو، بې موسمه بارانونو، ګلېشئر يا په غرونو د واورې ويلې کېدو او د حشراتو او مرغو د ځيني قسمونو ختميدو په شکل کې ښکاري.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې محمد نفيس وويل که پاکستان دې کانفرنس ته ښه تیاری وکړي نو د نړۍ هېوادونه تيکنيکي او مالي مرستو ته رضا کولی شي چې د چاپيريال په لړ کې ورسره مرستې وکړي.

د دې ورځې مقصد دی د ماحولیاتي نظام بحالي، مطلب یې دا دی چې دې نظام کې مونږ سره نور کوم څيزونه لکه ټول حشرات، د هغی د بحالۍ خیال وساتو.

د موسمي بدلون په اړه پوهه لرونکی او خبريال اصف مومند وايي په دې نړيواله ورځ به ډېرې خبرې د نړۍ نه په ورکيدونکو حشراتو او مرغو کيږي.

د پاکستان سرکاري رېډيو ترمخه د پاکستان وزير اعظم څو ورځې وړاندې ويلي وو پاکستان د چاپيريال د نړيوالې ورځې کوربه توب کول خپل اعزاز ګڼي.

هغه ويلي ووپاکستان د نړۍ په هغو يو څو هېوادونو کې دی چې د موسمي بدلون د منفی اثراتو د مخنيوي په لړ کې په سنجيده توګه کار کوي او ملک د راتلونکو نسلونو دپاره يو هېواد جوړوي، هغه ویلي ځکه چې د بدقمسمتۍ نه په هغو لسو هېوادونو کې دی چې د موسمي بدلون د اثراتو نه ډېر اغيزمن کيږي.

څيړونکي وايي د موسمي بدلون د اثراتو نه بچ کيدو دپاره به پاکستان ته به په خپله هم ګامونه پورته کول وي، لکه د ونو بوټو کر به ورته زياتول وي او د کاربن ډائي اکسائيډ ګېس اخراج کې به کمې به ورته راوستل وي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG