لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د افغان امنیتي ځواکونو لپاره خپله مرسته ۳۰۰ میلینه ډالره نوره هم زیاتوي


واشنګټن - د امریکا صدر جو باېډن د جمعې په ورځ د کال ۲۰۲۲م د دفاغ ۷۱۵ بیلینه بجټ په ډاګه کړی چې پکې د افغانستان امنیتي‌ عسکرو لپاره د ۳.۳ بیلینه ډالره هم شامل دي. د افغانستان لپاره غوښتل شوې دغه امداد کې د تیر کال نه ۳۰۰ میلینه ډالره زیاتې غوښتل شوي. که چرې کانګرس لخوا دغه منظوریږي نو د افغانستان ۵ لکه ۵۲ زره امنیتي‌ عسکرو لپاره به پوځي سامانونه، او د روزنې یا تربیې لپاره سامانونو تر څنګه د ودانیو جوړولو کار کیږي.‌

د پینټاګان ناېب د دفاع سېکتر او فاېننشل افسر اېن مک اېنډریو خبریالانو ته ویلي ٫٫ مونږ ګڼو چې په داسې حال چې مونږ د افغانستان نه عسکر رااوباسو، مونږ غواړو چې افغانستان ته ځیني اضافي مرستې ورکړو.٬٬

د امریکا پوځي پلان جوړونکو په افغانستان کې د ٫٫ جنګونو د مصرف ٬٬ لپاره د ۸.۹ بیلینه ډالره اضافي مرستو غوښتنه هم کړی. دغه مصرف د تیر کال په مقابله کې ۴ بیلنیه ډالره کم دی. مک اېنډریو وايي په دغه پېسو کې به ځیني د افغانستان نه د عسکرو د وېستلو بقایا اخراجات پوره کیږي.

د دې پوځي مرستو تر څنګ به افغانستان ته د امریکا خارجه چارو وزرات لخوا نورامداد هم ورکړل کیږي.‌د امریکا خارجه وزارت یا سټېټ ډیپارټمنټ د جمعې په ورځ ویلي، د مالي کال ۲۰۲۲ بجټ کې د افغانستان لپاره ۳۶۰ میلینه ډالره هم شامل دي. دغه بودیجه کې د ترهګرې د مخنیوي، د ښځو د حقونو خوندیتوب او د نشي توکو د مخنیوي لپاره ۳۴ میلینه ډالره اضافه هم شوې.‌

د امریکا ډپلومیټانو او دفاعي چارواکو په دې خبره خوشبیني ښودلې چې افغان حکومت به د دې جوګه چې پرځاې پاتې شي او دا چې طالبان به د امریکا سره شوې د تیرکال لوظنامه عملي کړي.‌ په دغه معاهده کې طالبانو د امریکايي عسکرو د وتلو په بدل کې ژمنه کړې چې افغانستان به په راتلونکې کې ترهګرو د بریدونو مرکزونه نه جوړیږي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړاندې ویلي چې طالب مشرانو ورته دا ضمانت ورکړی چې دوي غواړي حالات سم شی. زلمي خلیلزاد روانه میاشت امریکايي قانون دانانو ته ویلي ٫٫ دوي ماته ویلي چې د دوي فکر کې پرمختګ راغلی. ٬٬

٫٫ دوي وايي چې افغان مېرمنې حقونه لري چې پکې په سیاسي هلو ځلو،‌تعلیم او په کارونو کې د ښځو ګډون هم د دوي حق دی. مونږ به دا ټول هر څه ګورو. ٬٬

په داسې حال چې افغانستان امنیتي عسکرو ته به اضافي پوځي امداد ورکړل کیږي په عراق او شام کې بیا د امریکا پلوي عسکرو ته په مالي مرستو کې کمی راوستل شوی. د پېنټاګان لخوا تجویز شوې د ۲۰۲۲ بجټ کې د عراقي‌ عسکرو او د امریکا پلوه شامي ډلو لکه سېرین ډېموکرېټک فورسز لپاره ۵۲۲ میلینه ټاکل شوي. دغه مرستې د تیرکال د ۷۰۰ میلینه ډالرو د مرستو نه کمې دي. د پینټاګان د نوي وړاندې شوي بجټ تر مخه عراقي ځواکونو ته به ۳۲۲ میلینه او اېس ډي اېف او نور امریکا پلوه ځواکونو ته به ۱۷۷ میلینه ورکړل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG