لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محب: که پاکستان له ما څخه کوم رسمي شکایت وکړ ځواب به یې ورکړو


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وویل، دوی ته تر اوسه د هغه پاکستاني چارواکي خبره په رسمي توګه نه ده رسېدلې چې د رسنیو له خولې یي ویلي وو چې له حمدالله محب سره له دې امله ډپلوماټیکې او رسمي اړیکې نه پالي چې په ننګرهار کی یې د پاکستان پرضد توندې او له سپکاوي ډکې خبرې کړې دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دغه څرګندونې د خالي یا شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې په کابل کې وکړې.

د پاکستاني چارواکي له خولې دا هم ویل شوي وو چې دوی ته نور په سیاسي پریکړو کې د حمدالله محب حضورد منلو وړ ندی او د محب د وروستیو څرګندونو په اړه یې افغان حکومت ته د خپلې خواشینۍ پیغام هم رسولی.

ښاغلي محب په خپلو خبرو کې وویل، دوی ته تر اوسه په رسمي ډول څه ندي استول شوي خو که دوی ته په رسمي ډول کوم څه وړاندې شول حکومت به یې ځواب ووایي.

ښاغلی محب وایي د پاکستان څخه د دا ډول غیر دیپلوماتیک عمل توقع نلري.

ښاغلی محب وایي" د پاکستان نه د دغه رقم غیر دیپلوماتیک عمل توقع نه کیږي، بیا هم همدومره وایو چې تر اوسه پورې خو دغه خبره بې نام او بې ګمنامه خبره ده چې کله یې نوم پیدا کړ او رسمیات یې پیدا کړل بیا به په هغه وخت کې ورته د افغانستان دولت ځواب ووایي، دیپلوماتیکې مرجع شته هغوی به یې ځواب ووایي."

دا خبرې په داسې مهال کیږي چې حمدالله محب څه موده وړاندې په ننګرهار کې د خپلو څرګندونو پر مهال پاکستان په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې تر شا بللی ؤ او د دغه هیواد پر سیاستونو او دوه مخي چلند یې سختې نیوکې کړي وې او پاکستان یې یو ځل بیا د طالبانو سره په همکارۍ تورن کړی ؤ.

په افغانستان کې د سیاسي چارو څیړونکي پدې حساسو شرایطو کې د پاکستان دا ډول دریځ نیول د دواړو هیوادونو لپاره په ګټه نه بولي.

د سیاسي چارو څیړونکی نجیب ازاد وایي تر دې مخکې هم د هیواد مشرانو پر پاکستان نیوکې کړې وې خو هغه وخت پاکستان لخوا دومره سخت غبرکون نه ؤ ښودل شوی خو د محب په خبرو چې دوی غبرګون ښودلی لامل یې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر کیدلی شی چې کابل کې یې د ولسمشر سره په ځینو مسایلو باندې جدي بحث شوی او د افغان سولې په پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکول شوی دی.

" لامل یې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز سفر کیدلی شي ځکه کله چې د پاکستان لوی درستیز کابل ته سفر وکړ خپله ولسمشر د اختر په لومړۍ ورځ وویل چې په ځینو مسایلو باندې جدي بحث شوی او پاکستان دوی ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به د افغانستان دولت سره مرسته کوي او پوره همکار به وي، دا پدې مانا چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یا د ښاغلي غني او باجوه تر منځ په ځینو توافقاتو بحث شوی او ځینې توافقات شوي ؤ، نو د هغه نه وروسته دغه ډول څرګندونې زه فکر کومه چې پاکستان یې د هغو توافقاتو خلاف بولي چې د ښاغلي غني او د باجوه تر منځ شوي دي."

څو کاله مخکې د امریکا حکومت هم د حمدالله محب سره د لیدنو او کتنو لړۍ هغه مهال درولي وه چې ښاغلي محب ویلي ؤ، د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د سولې خبرو په پیل کولو کې افغان حکومت کمزوری کړی دی.

که څه هم افغان حکومتي چارواکي د طالبانو لخوا د وروستیو تاوتریخوالي تر شا د پاکستان ملاتړ ویني خو پاکستان بیا د افغان حکومت هغه تورونه په بار بار رد کړي چې ګواکي پاکستان د طالبانو ملاتړی دی.

د زلمي خلیلزاد په شمول امریکايي چارواکي، طالبان د مذاکراتو مېز ته په راوستلو کې د پاکستان د رول ستاینه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG