واشنګټن ـــ د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر وایي کېدای شي حکومت سږ د حج مراسمو ته د محدودو کسانو د لېږلو تیاري وکړي، خو بلې خواته سعودي د ډېرو نورو هېوادونو په ګډون د پاکستان د وګړو پر ورتګ هم بندیز نه دی ختم کړی.
د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري وایي "موږ په انتظار یو چې که د سعودي چارواکو له خوا څه پیغام راشي نو هغوی چې څومره [د حاجیانو] کوټه راکوي او کوم احتیاطي تدابیر را ښیي هغه ته په ذهني توګه تیار یو".
د سعودي د سرکاري خبري ایجنسۍ ایس پي اې د خبر له مخې، له نن یکشنبې- اتوار څخه د هغو یوولسو هېوادونو خلک سعودي ته سفر کولای شي چې بندیز ورباندې لګېدلی وو.
ایس پي اې خبري ایجنسۍ د سعودي د کورنیو چارو وزارت په وینا ویلي، دغه ورتلونکي مسافر به هم لومړی هلته په کورنټین کې ساتل کېږي.
په دغو هېوادونو کې عرب امارات، جرمني، امریکا، ایرلېنډ، ایټلي، پرتګال، برتانیه، سویډن، سویټزرلېنډ، فرانس او جاپان شامل دي، خو د پاکستان وګړي لا هم سعودي ته سفر نه شي کولای.
سعودي ته د پاکستاني الوتکو پر ورتګ د بندیز له کبله په وروستیو کې سلګونه پاکستاني کارګر د افغانستان له لارې سعودي او نورو خلیجي هېوادونو ته سفر کوي.
د پاکستان د مذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري له وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د حج مراسمو ته لږ وخت پاته دی ځکه نو وایي دا ځل به هم سعودي چارواکو ته ممکنه نه وي چې سږ هم د حج مراسم د معمول په ډول تر سره کړي.
ښاغلی قادري وایي تر اوسه لا سعودي چارواکو هم د حج په سږنیو مراسمو کې د بهرنیو ګډون کوونکیو کره شمېر نه دی ښوولی، خو وایي د دوی حکومت مسلسل ورسره په رابطه کې دی چې هغوی څه پرېکړه کوي.
د مذهبي چارو وزیر وایي که پاکستاني وګړو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړل شوه نو له کورونا وایرس د مخنیوي پر تدابیرو به عمل کوي، ټیسټونه به یې کېږي او هلته له رسېدو سره به درې ورځې په کورنټین کې ساتل کېږي.
سعودي د فرورۍ پر درېیمه د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د 20 هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز اعلان کړی وو، چې په دغو کې پر نهو هېوادونو لا هم بندیز پر ځای دی.
په دغو هېوادونو کې چې لا یې هم سعودي ته د وګړو پر تګ بندیز دی د پاکستان په ګډون، مصر، لبنان، ترکي، ارجنټینا، برازیل، هند، انډونېشیا او جنوبي افریقا شامل دی.