لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت پر ای ایس ای د تورونو په ضد د قاضي شوکت عزیز د خواست اورېدنه پیل کړې


اسلام اباد ـــ د جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ د سپريم کورټ پينځ کسيزه بېنچ په عدالتي چارو کې د پوځي استخباراتي ادارې ای ايس ای د لاسوهنې په ضد د تقرير کولو په تور د خپلې څوکۍ نه لرې کړى شوي د اسلام اباد هايکورټ د قاضي شوکت عزيز صديقي د خواست اورېدنه پيل کړې ده.

د ګل يا دوشنبې په ورځ د خواست کوونکي وکيل د بېنچ په وړاندې دريځ خپل کړى،‌ چې شوکت صديقي لومړى قاضي نه وو چې تقرير یې کړى وي.

بله دا چې وایي د ججانو د محاسبې ادارې سپريم جوډيشل کونسل د ججانو د لرې کولو لپاره د ملکي دستور ٢٠٩ مادې د لاندې د ټاکل شوې تګلارې په ضد کاروايي کړې ده او په شوکت صديقي لګېدلو تورونو د پلټنو په ځاى یې نېغ په نېغه هغه د خپل منصب نه لرې کړی دی.

دې ته غبرګون کې بينچ د سپريم جوډيشل کونسل د پرېکړې دفاع کړې او يو قاضي ويلي چې شوکت صديقي خپل تقرير مني نو بيا د پلټنو څه ضرورت وو.

جولای ٢٠١٨م کال کې پينډۍ بار ته د وينا په وخت شوکت عزيز صديقي تور لګولى وو چې ای ایس ای د خپلې خوښې د فيصلې اخستو لپاره په عدالتونو فشار اچوي.

هغه دا الزام هم لګولى وو چې ای ایس ای غواړي اسلام اباد هايکورټ د مسلم ليګ نواز ګوند مشر پخواني وزير اعظم نواز شريف ته لاندې عدالت نه اورول شوې د نااهلۍ د سزا فيصله په ځاى وساتي.

دې ته غبرګون کې د پوځ د عامه اړيکو څانګې لخوا جاري کړى شوي بيان کې دا د پوځ په ضد سنګين الزامونه ګرځول شوي وو او پوځ د سپريم کورټ نه د نوټس اخستو غوښتنه هم کړې وه.

بيا د هغه وخت د سپريم کورټ د چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ کې د ججانو د محاسبې ادارې سپريم جوډيشل کونسل په سپارښتنه د پاکستان صدر عارف علوي د شوکت عزيز صديقي د لرې کولو حکم جاري کړى وو.

د سپريم کورټ بار پخوانى صدر او د ملکي دستور ماهر کامران مرتضى وايي پاکستان دا وخت د غير اعلانيه مارشل لا سره مخ دی.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل دې کې څه شک نه شته چې د طاقتوره پوځ د غيرجمهوري کردار په نخښه کولو په سر شوکت صديقي په ناوړه ډول لرې کړى شوی دی:

"دا وخت ټولې ادارې تر فشار لاندې دي او زه فکر نه کوم چې شوکت عزيز صديقي ته به انصاف تر لاسه شي".

که څه هم په وروستیو کې سپريم کورټ په سويلين چارو کې د پوځ د مداخلې بل يو لوى مخالف جسټس قاضي فاٸز عیسي د کورنۍ نه برتانيه کې د پټ جایداد لرلو په تور د پلټنو خپل امر بيرته اخستى دی خو مرکزي حکومت ددغه حکم په ضد د بيا کتنې بل خواست ورکولو پخلى کوي.

همدارنګه تېره اوونۍ اسلام اباد کې په يو خبريال اسد طور باندې د شوې حملې په سر په طاقتوره پوځ باندى د تنقيد وروسته وتلي خبريال حامد مير باندې د ټيلیویژن پروګرام کولو بنديز لګولى شوی دی.

د بشري حقونو او د خبريالانو ملکي او نړيوال تنظيمونه ددې کار په سختو ټکو غندنه کوي.

د جيو ټي وي چينل لخوا جاري کړى شوي بيان ترمخه د حامد مير د تقرير په ضد د ټولنې بېلابېلو طبقو د غبرګون جاج اخستو نه پس د دوی ادارتي ټيم د حامد مير په ځاى د هغه د پروګرام بل کوربه ته د سپارلو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان د اطلاعات مرکزي وزير فواد چودهري ويلي حکومت د حامد مير معاملې سره څه تړاو نه لري او د پروګرام په حقله فيصلې کول د چېنل اختيار دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG