لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شېخ رشید: په خبریال اسد طور د برید کوونکو پېژندنې ته نیزدې شوي‌ یو


اسلام اباد ـــ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید دعوا کړې ده په خبریال اسد علي طور باندې برید کې د ککړو کسانو پېژندنې ته نیزدې شوي او وایي د داسې ملزمانو نیول ځکه هم ضروري دي که نه نیول کیږي نو بیا ځنې خلک د بهرنیو هیوادونو لمسه د داسې پېښو تور د پاکستان په استخباراتي ادارو لګوي.

څو ورځې وړاندې اسلام آباد کې صحافي اسد علي طور باندې د دوی کور دننه درېوو تنو برید کړی وو چې پکښې دی سخت ژوبل شوی وو.

وروسته پولیسو ته بیان کې اسد علي طور ویلي وو چې په دوی برید کوونکو ځانونه د استخباراتي ادارې ای ایس ای کسان ګڼلي وو خو ای ایس ای په اسد علي طور په برید کې لاس لرل رد کړي وو.

په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته د کورینو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید ویلي، دې وخت نادرا، اېف ای اې او پولیس په اسد علي طور د برید پلټنې کوي او وایي زر به په دې برید کې ککړ یو تن وپېژندل شي:

"که چېرې د دې تن شناخت نه کیږي نو بیا به حکومت د برید کوونکو عکسونه او د دوی د نیولو د پاره اشتهار په اخبارونو کې چاپوي".

شیخ رشید وایي د برید کوونکو نیول ضروري دي، که نه نیول کیږي نو ځنې خلکو ته موقع په لاس ورشي چې د بهرنيو هیوادونو په وینا د دغه قسمه پېښو ذمه وار استخباراتي ادارې وګرځوي.

شیخ رشید مني، چې په پاکستان کې په صحافیانو باندې د برید کوونکو د نه نیولو له وجې د پاکستان په استخباراتي ادارو ګوتې پورته کیږي.

په اسد علي طور برید نه پس اسلام اباد کې د صحافیانو په مظاهره کې خبریال حامد میر هم د پاکستان طاقتوره ادارو په کردار سخت تنقید کړی وو او دې تنقید نه پس جیو ټيلیويژن هغه د پروګرام "کېپیټل ټاک" نه لرې کړی دی. د جیو ټي وي د دې فیصلې غندنه ایمنسټي انټرنیشنل او د صحافیانو مرکزي تنظیم هم کړې ده.

دغه شان په ټولینزو رسنیو یو شمیر خلک وایي د استخباراتي ادارو په فشار حامد میر د پروګرام نه لرې کړی شوی دی خو جیو ټي وي په دې حقله یو وضاحتي بیان کې ویلي دي، دې ادارې د پاره اوس ګرانه ده څوک چې له دوی سره کار کوي که چېرې هغه په ذاتي توګه څه بیان ورکوي د هغې ذمه واري اداره په سر واخلي.

دا بیان وایي په پاکستان کې یو شمېر خبریالان د ولس آواز پورته کولو له وجې په نخښه شوي دي خو یو حکومت هم په پاکستان کې د صحافیانو تحفظ نه دی یقیني کړی.

صحافي مظهر عباس په دې روان صورتحال باندې وايي پاکستان کې حکومت ته چېرې هم نه وي معلومه چې د چا په وینا یو صحافي ځورول کیږي، د چا په وینا یو ټیليویژن خپرونې تړل کیږي او د چا په وینا صحافیان د نوکرو نه ویستل کیږي.

مظهر عباس وایي موجوده وخت د خبریالانو د پاره په پاکستان کې ډېر مشکل وخت روان دی او یو صحافي که چېرې د تښتونې او تشدد نه پس آزاد هم شي نو بیا ددې جوګه نه وي پاتې چې ریښتیا خبره وکړي.

په اسد علي طور برید او حامد میر د پروګرام نه لرې کولو غندنه په ټولنیزو رسنیو هم روانه ده خو ځنې خلک دا هم وایي جیو ټيليویژن او حامد میر د خپلې مشهورتیا د پاره دا هر څه کړي دي خو ډېر خلک په ټویټر ددې ذمه وار ای ایس ای ګڼي.

"بلوچستان حامد میر سره ولاړ دی" په پاکستان کې په ټویټر ټاپ ټرینډ دی او یو شمېر خلک وایي حامد میر ځکه د استخباراتي ادارو په نخښه دی چې دوی به همېش بلوچستان کې د بې درکه کسانو په مسله خبره کوله.

پاکستان کې په زوره د بې درکه کسانو خپلوان هم استخباراتي ادرو باندې د خلکو د تښتونې تور لګوي.

د صحافیانو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظیمونه پاکستان د خبریالانو د پاره یو خطرناک هیواد ګڼي او کال ۲۰۰۰ نه تر اوسه پورې پاکستان کې ۱۳۸ خبریالان وژل شوي او یو شمېر د تشدد ښکار شوي خو په صحافیانو برید کوونکي یا د دوی قاتل چرته هم په پاکستان کې نه دی نیول شوی.

XS
SM
MD
LG