لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: په چاودنو کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي


د افغان چارواکو په وېنا د نهې/ سه شنبې په ماښام په کابل کې درې چاودنې شوي، لږ تر لږه لس تنه ملکي وګړي پکې وژل شوي او د 14 زيات پکې ټپيان شوي دي.

اېسوسي اېټډ پرېس د د کورنيو چارو د وزارت د مرستیال وياند حامد روشان له قوله ویلي د کابل په لويدیځه برخه کې دوه چاودنه شوې او لس تنه پکې وژل شوي او د 12 نه زيات پکې نور ټپيان شوي دي.

ويل شوي درېمه چاودنه د کابل په شمال کې د بجلۍ په ګرېډ سټېشن شوې ده.

روشان ويلي، لومړۍ دوه چاودنې د هزاره ټولنې په ابادۍ والا علاقه کې شوي واړه بسونه پکې په هدف شوي دي.

ويل شوي لومړۍ چاودنه د هزاره مشر محمد محقق د کور سره نزدې د شيعه جومات مخې ته شوې ده.

روشان ويلي په دوېمه چاودنه کې هم د ملکي وګړو بس په هدف کړی شوی دی.

په سمدستي ډول د چاودنو زمه وارۍ چا نه ده منلې خو له دې په شيعه و د بريدونو زمه واري داعش منلي دي.

په کابل کې د مې په مياشت کې د جينکو د يو سکول مخې ته چاودنې شوې چې پکې د وژل شوو شمېره د 90 پورې رسېدلې وه.

د دغه بريد زمه واري هم چا نه وه منلې خو امریکا يې زمه واري په داعش اچولې وه.

په افغانستان کې په وروستيو کې د بدامنۍ او تشدد پېښې بيا سېوا شوي دي، په داسې حال کې چې امریکا خپل ځواکونه د افغانستان نه اوباسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG