لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عاصم باوجوه: تېرو مياشتو کې پر ګوادر بندر تر 67 زره ميټرک ټنه زيات سامان راوړل شوی


کوټه ـــ د سيپېک اتهارټي مشر پخوانی ليفټنټ جنرل عاصم سليم باوجوه د تېرې دو شنبې په ورځ په ګوادر ښار کې له رسنيو سره د وينا پر مهال ويلي د "چاينا پورټ هولډنګ" په نامه کمپنۍ د 300 مليونو ډالرو په لګښت د ګوادر بندر د جوړېدو چارې تر سره کړې دي.

وايي چې "څلور برته يې تيار دي او هلته د سمندري جهازونو د درېدلو لپاره پوره ترتيب برابر شوی دی".

د عاصم سليم باجوه په خبره، چې له مکمل فعاله کېدو پس به ګوادر بندر کالني لس بيلینه ډالره اقتصادي فعاليتونه ولري.

په کراچۍ کې د اقتصادي چارو کارپوه او خبريال وکيل الرحمان وي او اې ډيوه ته وويل، د ګوادر پورټ تر دې هم د زياتو پيسو د فعاليتونو سبب جوړېدای شي خو وايي اوس مهال دا ځکه ممکن نه ده چې د بلوچستان او ګوادر امنيت ښه نه دی:

"دوی [حکومت او امنیتي ادارې] لګيا دي خپل کوشش کوي خو په دې [ګوادر بندر] کې لږ مشکلات شته چې کله دا مشکلات ختم شو او د کراچۍ پر ډول پوزيشن ته راغی بيا به په ګوادر کې تر کراچۍ هم زيات امکان وي بيا به د دوی [حکومت] ټارګيټ پوره شي".

د عاصم سليم باوجوه په خبره په تېرو څو مياشتو کې پر ګوادر پورټ تر 67 زره ميټرک ټنه زيات سامان راوړل شوی چې لويه برخه يې د افغان ټرانزټ په نامه سوادګرۍ تر تړون لاندې راوړل شوي او افغانستان ته رسول شوی دی.

د پاکستان چېمبر آف کامرس پخوانی مشر دارو خان اڅکزی وايي د ګوارد بندر له لارې که تجارانو ته اسانتياوې برابرې شي دا به لا ګټه وکړي خو وایي تر اوسه هغه اسانتياوې نه دي برابرې شوې چې دوی یې غواړي:

"موږ ته هغه اسانتياوې نه دي راکړل شوي [کوم چې دوی وايي] يواځې دا يو شی دي چې هغه موټران کوم چې په افغان ټرانزیټ ټرېډ کې ځي هغو ته اجازت ورکول شوی دی، خو هغه دا ضرورت نه شوای پوره کولای".

د سيپېک کمېټۍ د مشر په خبره چې د ګوادر پورټ د لومړي فرصت چارې يې بشپړې کړې او لا نور هم د ګوادر د فعاليت کارونه مخ پر وړاندې روان دي چې ګټه به يې بلوچستان او ټول ملک ته رسېږي.

خو د بلوڅ ملتپال ګوند بي اين پي مېنګل د مرکزي کمېټۍ غړی غلام نبي مری وايي له اولې ورځې تر ننه له دوی سره سلا نه ده شوې. دی وايي تر اوسه د سيپېک په ګټه نه دي پوه شوي، ځکه چې وایي د ګوادر خلک د ژوند له بنيادي ضرورتونو بې برخې دي:

"خلک او ګوندونه دې پکې شامل کړي، بايد دوی صوبايي حکومت په دې کې شامل کړي، که چېري يې دوی په خپل منځ کې تعين کړي څنګه چې یې دوی له تېرو اويا کالو راهيسې په خپله مرضۍ بلوچستان باندي خپله منشا کوي د هغه نتايج زموږ مخته دي".

عاصم سليم باوجوه زياته کړې چې د ګوادر بندر د کار له بشپړېدو سره به سم د سمندر له لارې د تجارت او د سامان د وړلو راوړلو کار زيات شي، په سيمه کې به ځوانانو ته روزګار ورکول شي.

باجوه وایی عمران خان په ټینګار سره د ګوادر او بلوچستان خلکو ته د ژوند د ټولو اسانتياو برابرولو امر کړی خو د دې ټولو باوجود هم د بلوچستان سياسي ګوندونه لا هم د پاکستان چين اقتصادي منصوبې باندې سوالونه لري او وايي له چين سره په هر ډول تړون کې دې ايالتي حکومت، سياسي ګوندونه او د ګوادر خلک شامل کړل شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG