لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې، پاکستان او اسيايي ملکونو ته د کرونا د مخنیوي دپاره طبې مرستې ورکړي دي


امریکې د نړيوالې پرمختيا ادارې (يو اېس اې ايي ډي) د لارې پاکستان، سري لنکا او مالديپ ته د کرونا د مخنیوي دپاره مرستې روانې کړي دي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ویلي په کرونا بحران کې به د سويلي اسيا دپاره مرستې دوامداره ساتي.

هغه ويلي امریکا پرله پسې دغه مرستې جاري ساتي او په دغه لړ کې يې مالديپ، پاکستان او سري لنکا ته طبي مرستې روانې کړي دي.

يو اېس اې ايي ډي ويلي پاکستان ته په لېږل شوو مرستو کې 1200 پلز اګزیميټر، درې لکه 40زره د صحت د کار کوونکو دپاره د ځان ساتنې الات شامل دي.

ويل شوي امریکا او په پاکستان په ګډه د کرونا د مخنيوي دپاره کار کوي.

امریکا ويلي دا مرستې يې د پاکستان په غوښتنه ورکړي دي.

ويل شوي د دې مرستو نه وړاندې د کرونا د مخنيوي دپاره امریکا د پاکستان دپاره 40 ملينه ډالره اېښودي وو چې پکې 200 وېنټيلېټري هم شاملې وې.

يو اېس اې ايي ډي ويلي د دغو مرستو ګټې به دوه نيم ملينه خلکو ته ورسي.

له دې وړاندې ويل شوي وو امریکې پاکستان ته 200 وېنټيلېنټرې ورکړي او د هغې دپاره يې 600 کار کوونکي تربيه کړي کوم چې په 64 روغتونونو کې موجود دي.

ويل شوي په 155 ضلعو کې د ناروغو د څار دپاره يې ټيمونه پياوړي کړي دي، دغه رنګ سکولونو ته د نه تلونکو ماشومانو دپاره پېغامونه او د رېډيو پروګرامونه تابيه کړی شوي دي.

دغه رنګ ویل شوي د شخصي سکولونو دپاره د قرضو اسانتياوې برابر کړي چې سکولونه بند نه شي.

د دې ترڅنګ د رېډيو پروګرامونو او ټولنیزو رسنیو د لارې پوهاوی خپور کړی شوی دی چې څنګه به ځان د کرونا څخه بچ ساتئ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG