لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: په چاودنه کې د پاکستان پوځي سرتيری وژل شوی


د پاکستان پوځ ويلي د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې په يوه چاودنه کې د پوځ لانس نايک سرتيری وژل شوی دی.

پوځ ویلي دغه پېښه پرون په دوېم جون د جنوبي وزيرستان د کانی ګرم په علاقه کې د پوځي چيک پوست سره نزدې شوې ده.

ويل شوي لانس نايک 26 کلن وقاص احمد چې د کراچۍ سره يې تعلق وو په پېښه کې وژل شوی دی.

پوځ ویلي د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي او د پاکستان پوځ به علاقه د ترهګرو څخه پاکوي.

د چاودنې زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې.

په جنوبي وزیرستان کې دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د نهې/ سه شنبې په ورځ په لومړي جون په لدها تحصيل کې يوه ماين چاودنه شوې او درې تنکي ماشومان پکې وژل شوي او دوه پکې ژوبل شوي وو، په ژوبلو کې يوه جينۍ هم شامله ده.

د لدهې د پېښې پرضد د مکين بريګېډ يا پوځي قلعې مخې ته د دغو ماشومانو د مړو سره احتجاجي پرلت پېل کړی شوی دی.

د وژل شوو ماشومانو خپلوانو وي او اې ډيوه ته ویلي، په چاودنه کې کور د ماشومانو نه خالي شوی دی.

په وژل شوو ماشومانو کې د يو تره حبيب وايي دغه چاودنه په داسې ځای کې شوې چې دغلته نزدې په يو کور کې پوځيان اوسېدل او پوځيان بيا د دغه ځایه تللي دي.

هغه وويل دوی د دغه علاقې د پاکولو غوښتنه کړې وه چې دغه علاقه دې پاکه کړی شي، ځکه دوی اوس د پوځي مشر د دفتر مخې ته احتجاج پېل کړو.

هغه زياته کړه دوی اوس هم دغه غوښتنه کوي چې دا علاقه دې پاکه کړی شي چې نور څوک ماشومان د دې پېښو ښکار نه شي.

د ماشومانو بل تره رشيد وايي دوی څلور غوښتنې لري، ماينونه دې پاک کړی شي، د وژل شوو ماشومانو د کورنيو سره دې مالي مرستې وشي، په خېمو کې ژوند کوي د ډرون د لارې څارنه دې ودرول شي او په علاقه کې چرته چې پوځي چيک پوستې دي هغه دې د خلکو د کورونو يا ابادۍ څخه لرې جوړې کړی شي.

د پي ټي اېم فعال عالمزېب مسيد وايي د هغو د شمېرو ترمخه په تيرو درېو کلونو کې د مسيدو په علاقه کې نزدې 200 ماین چاودنې شوي او د 300 پورې کسانو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتي چې زيات پکې معذوره شوي دي.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او اې ډیوته ويلي هغه احتجاجي ناستې ته روان دی او وروسته به ميډيا د امنيت او احتجاجي ناستې په اړه خبر کړي.

په سيمه کې امنیتي سرچينې وايي، د قبايلي ضلعو په صوبه کې د ورګډېدو وروسته پکار ده چې په علاقه کې د امنیت او ماين پاکولو دپاره پوليس ته الات ورکړی شي او ځانګړي تربيه کړی شي.

يو امنيتي سرتيري د نوم نه ويلو په شرط ویلي، دوی په علاقه کې د امنیت سره د ماينونو په پاکولو کار کوي، د خلکو نه په دغه لړ کې مرستې غواړي چې هغو علاقو پله نه ځي کومې چې بندې کړی شوي دي هلته د سيمو ازغن تارونه لګول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG