لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان تجارتي خساره 134 فيصده سېوا شوې، رپورټ


د پاکستان د صنعتونو او تجارت وزارت وايي، ملکي تجارتي خساره د مې 2021 په مياشت کې 134فيصده او د کال په حساب 29فيصده سېوا شوې ده.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، د کرونا وبا راتلو وروسته ټولبند يا لاک ډاون په ځای شوی وو هر څه تړل شوي وو کاروبارونه په ټپه ودرېدلي وو اوس او اوس د پرانستلو وروسته تجارتي خساره ځکه سېوا شوې ده.

جرنلسټ او اقتصاد پوهه وکيل الرحمان وايي د ټولبند ختمېدو وروسته چې اوس کاروباري او اقتصادی فعاليتونه بيرته روان شو نو صنعتونو ته د خام مال ضرورت دی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل تجارتي خساره په دې وجه هم سېوا کيږي چې غنم، چيني، خوراکي تېل، خام مال، موبايلونه او د کرونا ويکسين د ملک نه د بهر څخه راغوښتل کيږي ځکه دا تجارتي خساره سېوا شوې ده.

هغه وويل دا خساره به په راتلونکي وخت کې نوره هم سېوا کیږي ځکه چې په پاکستان کې دا ځل د مالوچو يا پونبې پېداوار هم کم شوی دی او په پاکستان کې زياتره کپړه جوړيږي چرته چې مالوچ کاريږي، ځکه نو پاکستان به د کپړې ملونو ته هم خام مال د بهر نه راغواړي.

د پاکستان د صنعت او تجارت وينا ده چې په تيره مياشت کې تجارتي خساره 134 فيصده زياته شوې ده او په مې کې تجارتي خساره درې اربه 43کروړه او 20 لکه ډالرو ته رسېدلې ده او تېر کال هم په دې موده کې تجارتي خساره يو ارب 46 کروړه او 70لکه ډالره وه.

ياد وزارت ویلي د مالي کال 2020/21 په لسو مياشتو يعنې د جولايي نه تر مې پورې په تجارتي خساره کې 29فيصده اضافه شوې ده او دا رقم د تير مالي کال په حساب د 21اربه شپږ کروړه او 50 لکه ډالرو نه 27اربه 27 کروړه او 50 لکه ډالرو ته سېوا شوې ده.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي په وروستيو کې پاکستان ته د نړیوالې مالياتې ادارې (ايي اېم اېف) نړيوال بېنک او يورو بانډونو په شکل کې پینځه اربه ډالره قرضې مېلاو شوي دي او بله دا چې ترسيلات زر نزدې د مياشتې په حساب د تجارتي خسارې سره سمون خوري.

دوی بيا وايي حکومت د بهر نه څيزونه راغوښتل ځکه زيات کړي چې ماليه يا ټېکس زيات شي او د قامي امدنۍ شرح نمو يا په اقتصادي پرمختګ کې اضافه هم برقراره وساتي.

خو نوموړی وايي د بهر نه څيزونو راغوښتونکو د لارې شرح نمو زياتول د تاوان سبب ګرځي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) په ملکي کچه په اقتصاد کې د درې اعشاريه نهه فيصده پرمختيا دعوه کړې وه.

او د صنعت او تجارت وزارت ویلي وو د مې په مياشت کې د پاکستان نه بهر تلونکي څيزونه (برامدات) روان کال 18 اعشاريه 7 فيصده سېوا شوي وو.

وزارت وايي په کال 2021 کې درامدي بل د جولايي نه تر مې پورې 22 فيصده زيات شوی او 49 اربه 83کروړه او 90 لکه ډالرو ته رسېدلی دی.

تیر کال هم په دې موده کې تجارتي بل 40اربه 86کروړه او 60 لکه ډالره وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG