لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې په طالبانو هوایي بریدونه، والي وایي 60 وسله وال پکې وژل شوي


افغان چارواکي وایي دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ننګرهار کې تیره شپه په وسله والو طالبانو بریدونه وي چې دګڼو پاکستاني وسله والو ترڅنګ پکې 60طالبان وژل شوي دي.

د زیارت په ورځ دافغانستان دننګرهار ولایت والي ښاغلي ضیاء الحق امرخیل ویلي دا بریدونه د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ په کنډو سیمه اؤ دپچیر و اګام ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې شوي دي.

د والي په وینا بریدونو کې 60 وسله وال طالبان وژل شوي چې زیات یې اورکزي دي.

اورکزئ افغان پولې ته څېرمه دپاکستان دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه ده اؤ افغان چارواکو تر دې وړاندې هم وخت په وخت ننګرهار کې ترهګرو ډلو پسې مربوط د اورکزو د وسله والو د وژنې دعوې کړې دي.

والي ضیاء الحق امرخیل وایي دهسکې مینې بریدونو کې د وژل شوؤ 30ؤ طالبانو مړي په سیمه کې پاتې دي اؤ دهغوئ شپږ وسله وال ژوبل شوي هم دي.

والي زیاته کړې” دا بریدونه د اوړمې شپې دشهیدانو د غچ اخیستنې او سیمه د ترهګرو څخه د پاکولو په موخه شوي چې دوام به وکړي”

همدا شان والي امرخیل په ټويټر لیکلي په پچیر اګام ولسوالۍ کې هم په طالبانو هوایي بریدونه شوي چې 30 طالبان پکې وژل شوي دي.

هغه وایي دا بریدونه د وسله والو طالبانو په یوه جلسه شوي اؤ دهغوئ وسلې ا‌ؤ مهمات پکې هم ویجاړ شوي دي.

طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي خو تر دې دمخه چې کله هم افغان چارواکو طالبانو ته د زیان اړؤلو څومره دعوې کړي،طالبانو هغې کې زیاتره دروغ بللي دي.

په ننګرهار کې په طالبانو د هوایي بریدونو دا رپورټونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د پاکستان د لوړې کچې سرچينو ويلي، د زيارت یا پنجشنبې په ورځ به په قطر کې د افغان حکومتي استازو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

دسه شنبې په ورځ د افغان حکومت پلاوی قطر ته روان شوی خو د طالبانو سره د ناستې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د کال 2020 د فرورۍ په مياشت کې د سولې موافقنامه لاسليک شوې او د هغې وروسته د بېن الافغاني خبرو پېل کېدو ويل شوي وو.

خو دغه خبرې بيا په ستمبر کې پېل شوې او بيا څو ځله د ځنډ ښکار شوي او تراوسه پورې پکې کومه ښکاره نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG