لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسفندیار: په افغانستان کې د وينې تويولو زيان به يواځې تر افغانستانه محدود نه پاتې کېږي


واشنګټن ـــ په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو له خوا د تشدد وروستیو پېښو ته په اشارې د عوامي نېشنل ګوند ناروغه مشر اسفندیار ولي خان دا لړۍ د سیمې د هېوادونو په زیان بللې او د ډزبندۍ غوښتنه یې کړې ده.

اسفندیار ولي خان د پنجشنبې- زیارت په ورځ په څو پرله پسې ټویټونو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د تشدد پر پېښو اندېښنه څرګنده کړې او بیا بیا یې د سولې د بهیر پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

ښاغلي اسفندیار لیکلي "په افغانستان کې د وينې تويولو زيان به يواځې تر افغانستانه محدود نه پاتې کېږي. د پاکستان په شمول ټول قوتونه که خپل کردار ادا نه کړي نو دا انسان وژنه به نوره هم زياته شي".

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د جون پر دویمه د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په اسلام اباد کې یوې ګډې خبري غونډې ته ویلي وو، "که د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې سیاسي روغه جوړه ونه شوه، نو اندېښنه ده چې د روسانو تر وتلو وروسته د 90 د لسیزې حالات پیدا نه شي، دا به د پاکستان او تاجکستان دواړو لپاره تاواني خبره وي".

د عوامي نېشنل ګوند مشر په داسې وخت کې دا خبرې کړې چې نن په کابل کې یوې چاودنې څلور تنه وژلي او څلور یې ټپیان کړي دي،‌ همدارنګه د جون پر دویمه هم په کابل کې دوو غبرګو چاودنو 10 تنه عام کسان وژلي او 12 نور یې ټپیا کړي وو. اسفندیار ولي‌ خان دغو چاودنو ته په اشارې ویلي "تېره ورځ چې بې ګناه وګړي څنګه ووژل شو دا په اصل کې د افغان امن عمل په ضد سازش دی".

که څه هم په پاکستان دعوه کوي چې د افغان سولې بهیر په پرمختګ کې یې کردار تر سره کړی، خو په قطر کې د سولې خبرې له اوږدې مودې راهیسې د ځنډ ښکار دي. اسفندیار ولي خان په دې اړه ویلي:

"که چرې د امن ملګرتيا ونه شوه نو ټوله منطقه د تباهۍ نه څوک هم نه شي بچ کولی. پاکستان بايد خپلې خارجه پاليسۍ ته بيا کتنه وکړي او د امن ملاتړ وکړي".

اسفندیار ولي خان وایي ګوند یې له افغان حکومت سره ولاړ دی ځکه چې وایي هغه د افغان ولس استازیتوب کوي، وایي "عوامي نېشنل ګوند به کله هم افغانستان يو متشدده ډلې ته د ورکولو ملګرتيا ونه کړي".

اسفندیار ولي‌ خان په افغان سوله کې د پاکستان کردار مهم بللی او د پاکستان یوه پارلماني قرارداد ته په اشارې سره یې ټینګار کړی چې پاکستان بايد د افغان حکومت په مشرۍ او خپلواکۍ د سولې د مذاکراتو ملګرتیا وکړي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، له طالبانو سره یې د سولې خبرې د تېر کال په ستمبر میاشت کې پیل شوې دي خو وايي هیڅ پرمختګ پکې نه دی شوی. ښاغلي عبدالله ویلي "له سولې سره هغومره فاصله لرو څومره چې مو مخکې لرله".

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG