لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین پوځ له خوا تیانانمین پېښه کې د زرګونو کسانو د وژنې پر 32مه کلیزه لمانځلو بندیز


واشنګټن ـــ نن د چین د تیانانمین چوک د پېښې 32مه کلیزه لمانځل کېږي چې پکې د زرګونو کسانو د وژل کېدو دعوه شوې وه، د هانګ کانګ پولیسو د دې ورځې د لمانځلو مخه نیولې او امریکې ویلي د چین له خلکو سره د بشري حقونو په مبارزه کې ملګری دی.

د چین تر ولکې لاندې هانګ کانګ پولیسو نن د هغو زرګونو مظاهره چیانو مخه ونیوله چې غوښتل یې په یو ځایي پارک کې د تیانانمین چوک د پېښې 32مه کلیزه ولمانځي.

په تېرو کلونو کې لسګونه زره کسان د هانګ کانګ په ویکټوریه پارک کې را غونډېدل او هغو زده کوونکو ته یې درناوی وړاندې کاوه چې د 1989م کال د جون پر څلورمه د چین د پوځ‌ له لاسه وژل شوي وو. د یوې اندازې له مخې د دغو وژل شویو کسانو شمېر 10,000 ښوول کېږي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي، هېواد یې د هغو کسانو د قربانۍ درناوی کوي چې 32 کاله وړاندې و وژل شول او هغو زړورو فعالانو ته په درنه سترګه ګوري چې نن هم د چین حکومت د جبر په وړاندې ولاړ دي.

ښاغلي بلینکن د جمعې په ورځ پر ټویټر لیکلي، چې تیانانمین چوک په پېښه کې زرګونه احتجاج کوونکي تش په دې تور وژل شوي وو چې هغوی غوښتل د دوی د حقونو او ازادۍ درناوی دې وشي.

د امریکې خارجه وزیر ویلي، بشري حقونه نړیوال دي او ټول حکومتونه یې باید خوندي کړي او د ودې لپاره یې کار وکړي. ایټني بلینکن ویلي، امریکا په نړۍ کې د بشري حقونو د درناوي په خاطر د چین له خلکو سره ولاړه ده، وایي حکومت یې د تیانانمین پېښې کره پلټنې غواړي.

د تیانانمین پېښې د کلیزې لمانځلو ته په چین کې دننه اجازه نه ورکول کېږي او نن په پایتخت بېجنګ کې سخت امنیت نیول شوی او پولیس پر خلکو کلکه څارنه کوي چې د دې ورځې د لمانځنې په مقصد را غونډ نه شي.

په چین کې د تیانانمین پېښې پر لمانځلو د بندیز له کبله جمهوریت پلوه فعالین دا ورځ هر کال د چین تر ولکه لاندې نیمه خپلواکه سیمه هانګ کانګ کې لمانځي، خو نن یې پولیسو هلته هم پر لمانځلو بندیز لګولی او له خلکو یې غوښتي چې په دغو مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د هانګ کانګ پولیسو جمهوریت پلوه احتجاج کوونکو ته خبرداری ورکړی چې که د تیانانمین پېښې د لمانځلو په نیت سړکونو ته را ووځي نو د ملي امنیت د نوي قانون له مخې به د سرغړونې په تور د هغوی په ضد قانوني ګامونه واخلي.

په تېر 2020م کال کې هم د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي له کبله د تیانانمین پېښې د لمانځنې پر مراسمو بندیز لګېدلی وو، خو پر هغه برسېره هم زرګونه کسانو دغه بندیز مات کړی وو او لاریونونه یې کړي وو.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ایټني بلینکن وایي، د تیانانمین احتجاجونو ازانګه په هانګ کانګ کې د جمهوریت او ازادۍ په مبارزه کې اورېدل کېږي، چې وایي ځایي چارواکو پکې د دې ټولوژنې د یاد لمانځنې پر مراسمو بندیز لګولی دی.

امریکا په تېرو کلونو کې له چین سره نه یواځې د تجارت او اقتصاد په برخه کې مخالفتونه لري او د دې هېواد پر ګڼو مصنوعاتو یې بندیزونه لګولي دي بلکې د هانګ کانګ د جمهوریت پلوه فعالینو د ځپلو او په سینکیانګ صوبه کې له ایغور مسلمانانو سره د ناوړه چلند پر سر هم د چین پر حکومت سختې نیوکې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG