لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيند: د اورګاډو په ټکر کې د مړو شمېره 62 ته رسېدلې


د پاکستان په جنوبي صوبه سيند کې پرون د ګل/دوشنبې په ورځ (د جون په اتمه) د دوه مسافر اورګاډو په ټکر کې د مړه شوو شمېره 62 ته رسېدلې ده، او د 100 نه زيات کسان پکې ټپيان شوي او په ټپيانو کې د 10 روغتیايي حالت مرګونی ښودل شوی دی.

د پاکستان سرکاري خبرې ادارې (اې پي پي) نن د سه شنبې په ورځ ويلي د اور ګاډو د ټکر کېدو وروسته د ملبې څخه د مسافرو ويستو عمل په دوېمه ورځ هم روان دی.

اې پي پي د سيند صوبې د ګوټکي ضلعې مرستيال کمشنر عثمان عبدالله له قوله ويلي، په پېښه کې د مړو شمېره 62 ته رسېدلې ده.

د ګل په ورځ دوه مسافر اور ګاډي ملت اېکسپرېس او سرسيد اېکسپرېس په ټکر شوي وو، ويل شوي دغه اور ګادي چې په ټکر شوي ملت اېکسپرېس اورګاډی د کراچۍ نه سرګودهې ته او سرسيد اېکسپرېس د پېنډۍ نه کراچۍ ته په لار وو.

دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د ملت اېکسپرېس اور ګاډي څو ډبې د پټلۍ نه غورځېدلې او سرسيد اېکسپرېس پرې د پاسه راغلی او ورسره په ټکر شوی وو.

عثمان عبدالله د 62 کسانو د مړينې او 100 کسانو ټپي کېدل تاييد کړي دي. هغه ويلي په ټپيانو کې د 10 روغتيايي حالت مرګونی دی او هغه په پېښه کې د نورو مړينو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په پېښه د خفګان څرګندونه کړې او د پلټنو کولو يې ويلي دي.

په پاکستانۍ ميډيا دا خبرونه خپريږي چې اورګاډي په کوم ځای کې په ټکر شوي په سکهر ډويژن کې د رېل د پټلۍ د وړاندې نه د خرابتيا خبر چارواکو ورکړی وو خو د هغې باوجود په پټلۍ اور ګاډي چلېدل.

د رېلوی وزیر اعظم خان سواتي پرون په خپله د اور ګاډو د ټکر کېدو ځای ته ورغلی او رسنيو سره په خبرو کې يې ويلي ووچې د رېلوی چارواکو ورته د پټلۍ د خرابۍ خبر ورکړی او هغه بيا کابينه هم په دغې خبر کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG