لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغلان: په وسله وال بريد کې د ماينونو پاکولو "هلو ټرسټ" 10 کار کوونکي وژل شوي


د افغانستان په بغلان ولايت کې تيره شپه نامالومو وسله والو د ماينونو پاکولو د "هلو ټرسټ" په دفتر بريد کړی لس کار کوونکي يې وژلي او د 14 پورې يې ټپيان کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت وياند طارق ارين په ټویټر د دغه پېښې زمه وار طالبان ګرځولي او په په بريد کې يې د لسو کار کوونکو وژل کېدو او 16 ټپيان کېدل تاييد کړي دي.

هلو ټرسټ په ټویټر ویلي، "وسله واله ډله په کېمپ ورغلې چرته چې نزدې 110 کار کوونکي وو او دوی په سيمه کې د ماينونو پاکولو کار کولو".

ويل شوي "ټرسټ د کال 1988 نه په افغانستان کې چاودېدونکي مواد ختموي، ادارې دغه برید په سخته غندلی او ويلي یې دي د انسانيت او خلکو د ژوند ژغورلو دپاره به کار دوامداره ساتي".

طالبانو ویلي په دغه بريد کې لاس نه لري.

ارين ويلي دغه پېښه تيره شپه د بغلان د مرکزي ولسوالۍ په شېخ جلال سيمه کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وېنا د هلو ټرسټ دغه مرکز چې بريد پرې شوی پکې د 100 پورې کار کوونکي وو.

هلو ټرسټ د دې خبر خپرېدو پورې په خپله د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د هلو ټرسټ په وېب پاڼه د ورکړی شوو مالوماتو ترمخه دغه اداره په افغانستان کې د 70 کالو راهسې کار کوي.

ويل شوي هلو ټرسټ په 17 ملکونو کې 7000 کار کوونکي لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG