لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: په مېدان وردګو کې د افغان هوايي ځواک MI 17 هيلي کاپټر لوېدلی


د افغانستان د دفاع وزارت ویلي تيره شپه په مېدان وردګ ولايت کې د افغان هوايي ځواک MI 17 ډوله هيلي کاپټر لوېدلی دی.

د دفاع وزارت ویلي دغه هيلي کاپټر د تکنيکي ستونزو له امله لوېدلی/سقوط شوی دی.

د دفاع وزات په بيان کې ویلي، د هيلي کاپټر لوېدو په "پایله کې د پرواز درې تنه عمله شهیدان شوي دي او یو تن بل ټپي شوی دی چې ټپي د درملنې په موخه مرکز ته انتقال شوی دی".

طالبانو ویلي هيلي کاپټر دوی رانسکور کړی دی.

په افغانستان کې دا لومړی ځل نه دی چې هيلي کاپټر لوېدلی دی، له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې شوي دي.

په افغانستان کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې په داسې حال کې سېوا شوي چې امریکا او نړيوال ځواکونه د افغانستان نه خپل ځواکونه اوباسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG