لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ايي اېس ايي مشر دوه ځله د قضيو په لړ کې د جسټس صديقي کور ته ورغلی وو، وکيل


د اسلام اباد هايکورټ د پخواني لرې کړی شوي جج جسټس شوکت صديقي وکيل عدالت ته ويلي، د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر جنرل فېص حميد دوه ځله د قضيې په لړ کې د جسټس صديقي کور ته ورغلی وو.

د نهې/سه شنبې په ورځ (اتم جون) د جسټس شوکت عزيز صديقي د قضيې اورېدنه په سپريم کورټ کې د جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ بنچ کړې ده.

د وي او ار اردو څانګې د خبر ترمخه جسټس صديقي وکيل حامد خان عدالت ته ویلي سپريم جوډيشل کونسل د جج پرضد انکوايرۍ واک لري خو لرې کولی یې نه شي، او جسټس صديقي د سييناوي جواب کړی او بيا په بدنيتۍ د څوکۍ څخه لرې کړی شوی دی.

هغه ويلي صديقي د پوښتنې (شوکاز نوټس) په ځواب کې ويلي وو چې هغه د ايي اېس ايي د مرکز نه بهر چې د ګرين بيلټ په اړه کومه فېصله اورولې وه، د هغې په لړ کې هم د ايي اېس ايي بريګيډئير عرفان رامی د هغه کور ته راغلی وو او هغه ته يې د فېصلې بيرته اخستو ويلي وو او چې کله ورته هغه (صديقي) انکار وکړو د ايي اېس ايي افسر پرې د خفګان څرګندونه کړې وه.

هغه ويلي، له دغې دوه ورځې وروسته د ايي اېس ايي ډايريکټر جنرل فېض حميد هم د هغه (صديقي) کور ته ورغلی وو.

حامد خان ويلي، جنرل فېض د پانامه په قضيه کې هم د اثر انداز کېدو هڅه کړې، او د جسټس صديقي نه يې پوښتنه کړې چې په پانامه کې به څه فېصله اوروي، هغه ورته ځواب کړی وو چې د ايين او قانون ترمخه به فېصله اوروي او بيا جنرل فېض ويلي وو چې د دوی د دوه کلونو خواري به بې ځايه لاړه شي.

جسټس عمر عطا بنديال، صديقي ته ویلي عجيبه خبره ده چې د ايي اېس ايي مشر درسره داسې خبره کړې ده او د ايي اېس ايي د مشر په وړاندې دې مزاحمت کړی خو بيا دې دغه خبره په عامو ځايونو کې کړې او د ادارې دپاره دې سپک توري کارولي دي.

هغه ويلي فشار درباندې د ايي اېس ايي وو او سپکاوی دې د عدليې او د چيف جسټس کړی دی او منلي دې دي چې د ايي اېس ايي د مشر سره دې ليدلي دي ستا ورسره تعلق وو.

جسټس صدیقي ویلي، د پوځ سره يې تعلق نشته او د ټولو خطرو باوجود په اسلام اباد کې اوسي.

هغه ویلي تقریر يې د فشار کمولو دپاره کړی او د کال 2015 نه هغه د فشار سره مخ وو.

جسټس صديقي د سپريم کورټ په پخوانيو مشرانو قاضيانو چيف جسټس ثاقب نثار او چيف جسټس اصف سعيد کهوسه تور لګولی چې هغوی غوښتل چې دی اوباسی. او بيا جسټس بندیال هغه د خبرې کولو نه منع کړی او اورېدنه یې ځنډولې ده.

جسټس شوکت عزيز صدیقي د کال 2018 د جولايۍ په 21 د راولپنډۍ بار ته په وېنا/تقرير کې په ايي اېس ايي سختې نيوکې کړې وې چې په هغه د فېصلو په لړ کې فشار اچوي.

او بيا اعلی عدليې د ايين د 209 مادې لاندې د سپريم جوډيشل کونسل په سپارښتنه د اکتوبر په مياشت کې جسټس صديقي د جج د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

XS
SM
MD
LG