لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بین الافغاني خبرو پر چټکتیا اتفاق، هند لومړی وار له طالبانو سره خبرې پیل کړې


واشنګټن ـــ د ملګرو ملتونو، امریکې او پاکستان تر ټینګار وروسته د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلو له اوږده ځنډ وروسته بیا ناسته کړې او د سولې د خبرو پر تېزولو سره "همږغي" شوي دي.

د بین الافغاني مذاکراتو دواړو ډلو پخپلو جلا جلا بیانونو کې ویلي، چې د جون پر اتمه یې ناسته کړې او د ایجنډا پر موضوعاتو یې بحث کړی دی. د افغان حکومتي مذاکراتي پلاوي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي:

"تېر ماښام د بین الافغاني مذاکراتو د هیئتونو د مشرانو او یو شمیر غړو تر منځ ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د مذاکراتو د بهیر پر چټکتیا او د اجنډا باندې تفاهم وشو".

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم هم پر خپل ټویټر ورته بیان خپور کړی خو د مذاکراتو پر چټکتیا د همږغۍ خبره پکې نه شته. ډاکټر نعیم لیکلي:

"په ناسته کې د مذاکراتو د چټکتیا او د اجنډا د موضوعاتو په اړه خبرې وشوې".

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې خبرې د تېر کال په ستمبر میاشت کې پیل شوې وې خو څو واره د ځنډ ښکار شوې چې له کبله یې تر اوسه د ایجنډا پر موضوعاتو د دوی خبرې نه دي شوې.

په قطر کې مذاکراتي ډلو په داسې حال کې بیا ناسته او د خبرو پر چټکتیا خبرې کړې دي چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ژر په دوحه کې له دوی سره وویني.

د طالبانو د قطر دفتر مشرانو په تېر وخت کې پر افغان سولې د خبرو لپاره پاکستان، روس او ایران ته سفرونه کړي دي، خو اوس تازه هند هم له طالب مشرانو سره اړیکې نیولې دي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله لیکلي چې هند په لومړي ځل د ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو له ځینو مشرانو او ډلو سره د خبرو اترو چېنلونه پرانیستي دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم دا خبرې د بلې کومې معتبرې سرچینې له خوا تایید شوې دي.

ورځپاڼه وایي دا خبرې تر ډېره د هند د امنیتي چارواکو په مشرۍ کېږي چې وایي د طالبانو تر هغو ډلو او مشرانو محدودې دي چې "ملتپال" ګڼل کېږي او د پاکستان او ایران اغېز ورباندې نه شته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG