لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پي اېس اېل: د راشد خان په 15 رنزونو لاهور قلندر سيالي ګټلې


د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل ) شپږم د لاهور قلندر او اسلام اباد يونايټډ په سيالۍ کې راشد خان په وروستۍ اوور کې 15 رنزونه جوړ کړي او قلندر لوبډلې سیالي ګټلې ده.

د پي اېس اېل شپږم سيالۍ چې د کرونا له امله د مارچ په مياشت کې ودرول شوې اوس د پرون نهم جون څخه په ابوظهبي کې بيرته روانې کړی شوي دي.

پرون د لاهور قلندر او اسلام اباد يونايټډ لوبډلو ترمنځ سيالي شوې، د لاهور لوبډلې پچه/ ټاس ګټلی او لومړی بيټنګ يې د اسلام اباد لوبډلې ته ورکړی وو.

د اسلام اباد لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په نهه لوبغاړو اوټ کېدو 143 رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د لاهور لوبډلې په اخري اوور کې ټاکلی هدف د راشد خان په 15 رنزونو ترسره کړی او سيالي يې ګټلې ده.

په اخر اوور کې چې 15 رنزونه پاتې وو راشد خان په لومړو درېو بالونو پرله پسې څلوريزې/ چوکې وهلي، په څلورم بال يې دوه رنزونه او په پينځم يې يو رنز جوړ کړی او په اخري بال چې ګټې ته يواځې يو رنز پاتې وو ډېوډ پرې يو رنز جوړ کړی وو.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی ګرځول شوی دی. راشد خان په بېټنګ کې په پينځه بالونو 15 رنزونه جوړ کړي او په بالینګ کې يې په څلور اوورونو کې نهه رنزونه ورکړي او يو لوبغاړی يې هم اوټ کړی وو.

پاکستان کرکټ بورډ د روانې میاشتې په سر کې د پي اېس اېل د پاتې سيالیو په ابوظهبي کې د کولو اعلان کړی وو چې د 24 جون پورې پي اېس اېل شپږم سرته ورسي.

XS
SM
MD
LG