لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جي-7 هېوادونو مشران د کروناضد هڅو، ماحولیاتي بدلون او روس چین په چېلنجونو خبرې کوي


واشنګټن ــــ د امریکا صدر جوبایډن د اروپا په خپل لومړي سفر برتانیې ته رسېدلی چرته چې هغه د برتانیې وزیراعظم بورس جانسن سره لیدلي.

نړیوال مشران نن د جوباېډن او بورس جانسن ملاقات ته په داسې حال ګوري چې دواړه مشرانو پخوا په یو شمېر پالیسیو لکه برېکزیټ او د اروپايي اتحاد نه د برتانیې د وتلو اختلاف لرلو. د اوباما او بایډن انتظامیې د اروپايي اتحاد نه د برتانیې د وتلو مخالفت کاوه.

په ولسن سنټر کې د ګلوبل یورپ پروګرام ډاېرېکټر ډېن هېملټن وايي "د دواړو کمېسټري ښه نه ده پاتې. صدر بایډن بورس جانسن ته د ډانلډ ټرمپ کلون یا ګوډاګی ویلی وو".

جو باېډن چې د ایرش نسل سره تعلق لري د برېګزټ د وتلو وروسته د کال ۱۹۹۸ د ګوډ فراېډې د معاهدې په اړه اندېښنې لري کومه چې د امریکا په مرسته شوې وه او په شمالي ایرلېنډ کې د دغې معاهدې سره سوله راغلې وه. دغه سیمه اوس د برتانیې برخه ده.

د برېګزټ د معاهدې وروسته شمالي ایرلېنډ د اروپايي اتحاد برخه نه ده پاتې خو د اتحاد د یو مارکېټ برخه ده، چې مطلب یې دا دی چې د شمالي ایرلېنډ په پولو به کسټم عملي کیږي.

د بایډن انتظامیه دا خبره یقیني کول غواړي چې د برېګزټ سره دې د سولې کوم اړخ د خطر سره مخ نه شي، خو سره د دې اختلافونو هملټن وايي مشران به د براعظمونو تر منځ اړیکې ښې ساتي چې ورسره د هیوادونو ګټې تړلي دي. د بورس جانسن حکومت اوس اوس د خپلې خارجه پالیسۍ بیا کتنه سر ته رسولې چې پکې د دغه دواړه ایتلافیانو ځانګړې اړېکې هم شاملې دي.

جو باېډن د برتانیې خپل سفر تېره ورځ په رایل اېرفورس مېلډنهل کې امریکايي عسکرو ته د وینا سره شورو کړی او هلته موجودو امریکايي عسکرو ته یې ویلي "ستاسو د ټولو مننه. مونږ په تاسو ویاړ کوو". بایډن زیاته کړې "تاسو یواځې عسکر نه یئ تاسو زمونږ سفیران او د اړیکو جوړوونکي یئ"، جو باېډن د جي سېون په غونډه، ناټو او اروپايي اتحاد غونډې او د روس صدر ولاديمیر پوټین سره په خپل ملاقات هم خبرې کړي.

بایډن ویلي "زه به پوټین ته هغه څه وایم چې ویل پکار دي. زه به ورته دا خبره په ډاګه کوم چې په امریکا، اروپا او نور چرته جمهوریت او د هیوادونو سرلوړۍ ته د خطر جوړولو نتیجې شته".

د جوباېډن د برتانیې د سفر په اېجنډا کې د جي سېون غونډه کې ګډون دی چې پکې به د امریکې، برتانیې، کېنېډا، فرانس، جرمني،‌ اټلي او جاپان مشران شامل وي.

په اېیرفورس ون د خبریالانو سره د خبرو اترو په وخت جو باېډن ویلي د خپلو اېتلافیانو ملګرتیا قوي کول او پوټین او چین ته دا خبره په ډاګه کول چې اروپا او امریکا یو بل ته نژدې دي او جي سېون به مخکې تګ کوي.‌

جو باېډن د کرونا وبا د مخنیوي او وېکسینو تقسیمولو په سر د جي سېون د مشرانو د نیوکو لاندې دی، خو جو باېډن وي او اې ته ویلي "زما سره یو پلان دی او زه به یې اعلانومه"‌٬ وایټ هاوس د زیارت- پنجشنبې په ورځ‌ وختي ‌ویلي، جو بایډن به د یو داسې پروګرام اعلان کوي چې تر مخه به یې ۵۰۰ میلینه د کرونا وبا ضد وېکسینو (فاېزر) خوراکونه غریبو هیوادونو ته راتلونکي کال ورکوي.‌

د جي سېون په دې غونډه کې د نړۍ د اوو پرمختللو هیوادونو مشران د کرونا وبا د مخنیوي لپاره په ګډو هڅو، ماحولیاتي بدلون، ټېکسونو او د روس او چین لخوا په ور پېښو چېلنجونو باندې خبرې کوي.‌

دغه درې ورځنۍ غونډه چې د سبا نه به په رسمي توګه شورو کیږي د برتانیې په سوېل ختیځ کارنوال کې ترسره کیږي چې د سیلګرو لپاره تر ټولو د خوښې ځای دی. د برتانیې سمندري پوځ د دغه ساحلي سیمې سره مشقونه کوي او نژدې ۶۵۰۰ پولیس افسران د دغه غونډې د خوندیتوب لپاره ټاکل شوي. په دې غونډه کې اسټریلیا، هندوستان، سویلي کوریا او جنوبي افریقا هم د مېلمنو په حیث رابلل شوي.

د برتانیې وزیراعظم بورس جانسن تېره ورځ ویلي وو د خپلو ایتلافي هیوادونو د مشرانو نېغ په نېغه غونډې ته سترګې په لار دی. نوموړي ویلي دا په تېرو شپږو میاشتو کې لومړی ځل دی چې د کله نه صدر ټرمپ د صدارت سوګند پورته کړی او په لومړي سفر بهر روان دی او هغه هم اروپا ته او دا لومړی ځل دی چې د کرونا وبا وروسته به مشران یو بل نېغ په نېغه ګوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG