لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي دترکي ځواکونو ته به هم افغانستان څخه وتل وي


طالبانو دکابل هوایي ادې د امنیت نیونې دپاره دترکي دپوځ دخدماتو اخستو وړاندیز رد کړی اؤ خبرداری یې ورکړی چې دتیرکال دتړون له مخې به ترکي ته هم خپل ځواکونه له افغانستان څخه ویستل وي.

د رائټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې په قطر کې دطالبانو ویاند ښاغلي سهیل شاهین افغانستان څخه دامریکایي اؤ ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هیواد کې دترکي دځواکونو دموجودیت وړاندیز رد کړی دی.

هغه ویلي ترکي دناټو غړیتوب لري اؤ طالبانو چې په ۲۹مه فرورۍ کال ۲۰۲۰م کې امریکا سره کوم تړون کړی دهغې له مخې به ټولو بهرنیو ځواکونو ته د افغانستان څخه وتل وي.

دترکي دچارواکو وینا ده چې هغوئ تیره میاشت دناټو دیوې غونډې په مهال افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دکابل هوایي ډګر دپاره دخپلو ځواکونو دخدماتو وړاندیز کړی ؤ.

دطالبانو ویاند دترکي ددغه وړاندیز په ردؤلو سره ویلي ترکي یو عظیم اسلامي هیواد اؤ افغانستان ورسره تاریخي اړېکې لري.

ښاغلي سهیل شاهین ویلي مونږ هیله لرو چې په راتلونکي کې افغانستان کې دیو نوي اسلامي حکومت دجوړیدو نه ورسته به ترکي اؤ افغانستان خپلو کې خوږې اړېکې ولري.

دامریکا اؤ ترکي دبهرنیو چارو وزارتونو لا د طالبانو په دې بیان په سمدستي توګه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دامریکا ددفاع محکمې پینټاګان پخپل یو بیان کې ویلي چې دامریکا ددفاع وزیر لائیډ اسټن د زیارت په ورځ دترکي ددفاع د وزیر هلوسي اکار سره په دوه اړخیزه معاملو اؤ دسیمې په وضعیت خبرې اترې کړي دي خو پنټاګان پخپل دغه بیان کې دافغانستان هیڅ یادؤنه نه ده کړې .

پینټاګان وایي امریکې دافغانستان څخه دخپلو نیمایي ځواکونو د ویستلو کار سرته رسولی خو اوس هم په افغانستان کې دترکي پینځه سوه پوځیان شتون لري اؤ هغوئ افغان ځواکونو ته په روزنه ورکولو بوخت دي.

رپورټ کې راغلي چې دا مهال په افغانستان کې تر ټولو زیات د ترکي پوځیان موجود دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG