لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي عرب ښځې به اوس د سړي مشر د اجازته بغېر يواځې پاتې کېدی شي


سعودي عرب د ښځو په اړه په یو قانون کې بدلون کړی چې ترمخه به یې اوس ښځې د سړي مشر د اجازته بغېر چرته هم يواځې پاتې کېدی شي.

اې اېف پي خبري ادارې ویلي د سعودي عرب چارواکو د شريعه عدالت د ضابطه کار 169 ماده لرې کړې د کوم لاندې چې بالغه، طلاقه شوې يا کونډه ښځه، د دوی زمه واريې پلار يا سړی مشر زمه وار ګرځول شوی وو.

په نوي قانوني بدلون کې ويل شوي چې بالغه جينۍ/ ښځه په خپله مرضۍ هر چرته د يواځې اوسېدو يا پاتې کېدو حق لري او مشر يې هغه وخت شکايت کولی شي چې هغه کله جرم کوي.

په ياد قانوني بدلون کې دا هم ویل شوي چې که کومې ښځې ته سزا اورول شوي وي او هغه يې پوره کړي د هغې وروسته دغه ښځه به د دې د مرضۍ پرته مشر ته نه سپارل کيږي.

ويل شوي د سعودي عرب کوم عدالت به اوس هغه خواست نه اوري چې د کورنۍ مشر د کومې پېغلې يا بالغي جينۍ په اړه شکايت کوي چې هغه يواځې اوسي.

سعودي عرب په کال 2019م کې د سرپرست په قانون کې اساني راوستې او اوس ښځې کولی شي چې پاسپورټ ترلاسه کړي او سفر وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG