لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا وايي د چين د "بيلټ او روډ" په مقابله کې بله منصوبه راوړي


د امریکې د صدر جوبايډن انتظامیې ویلي د چين د (بيلټ او روډ انېشټيو) په مقابله کې به د کم او منځني امدن والا ملکونو دپاره اقتصادي منصوبه اعلان کړي.

دغه منصوبې ته چې د (نړۍ بيرته بيا ابادولو "بي تهري ډبليو") نوم ورکړی شوی، اعلان به يې نن د خالي/شنبې په ورځ د جي ـ 7 هېوادونو په غونډه کې د برتانيې کارنوال کې وشي.

د جوبايډن انتظامیې يو چارواکي ويلي دا منصوبه به ډېره ګټوره، رڼه او د اوږدې مودې دپاره وي.

په جي ـ 7 هېوادونو کې د نړۍ اووه غټ معيشيتونه امریکا، کېنېډا، برتانيه، فرانس، اټلي، جرمني او جاپان شامل دي.

د بايډن انتظاميې يو بل لوړ پوړي چارواکي ويلي، "زمونږ دا يقين دی چې زمونږ دا منصوبه به د چين منصوبې ته په خپل اعلا معيار ماتې ورکړي، او دا به زمونږ د همکارو هېوادنو د اقدارو عکاسي کوي".

چارواکي وايي، د جي ـ7 هېوادونو په غونډه کې د اعلانوونکې (بي تهري ډبليو) منصوبې دپاره به شخصي سېکټر وهڅوي چې په دغه منصوبه کې په اربونو ډالره پانګونه وکړي او د دغه لارې به د پرمخ تلونکې نړۍ اقتصادي ضرورتونه پوره شي په کې دې به د مزدور، چاپيريال او روڼتيا خيال ساتلی شي.

امریکا چې د دغه منصوبې ژمنه کړې د دې د وخت او فنډ نه دی ټاکل شوی خو انتظامي چارواکو هيله څرګنده کړې چې د جي ـ ‌7 همکار او خصوصي سېکټر به په دې کې د اربونو ډالرو پانګونه وکړي.

ويل شوي د امریکا او چين اړيکې به نورې هم ترينګلې شي چې بايډن د جي ـ 7 په همکارو هېوادونو غږ وکړي چې په چين کې په زوره د خلکو نه د کار اخستلو په کومو کې چې د سينکيانګ ايغور هم شامل دي، د چين د دغه عمل پرضد کلک بیان ورکړي او پرضد يې اقدام وکړي.

چين د بېلټ او روډ انېشيټو يا د يو بيلټ يو سړک په نوم دغه منصوبه په کال 2013 کې اعلان کړې او ويلي يې وو چې په دغه منصوبه کې به سړکونه، د رېل پټلۍ او د سوداګرۍ دپاره نورې لارې جوړولی او کارولی شي او د دغه لارې به چين منځنۍ اسيا، اسيايي او تر د افريقايي هېوادونو پورې رسايي وکړي.

په دغه منصوبه کې د چين ـ د پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک په نوم پروژه هم پېل کړی شوې چې په لومړي سر کې پکې د 66 اربه ډالرو د پانګونې ويل شوي وو خو وروسته د دغو پېسو زياتولو هم ویل شوي دي.

خو امریکا په دغه پروژه نيوکې کوي او دا د پاکستان لپاره د چينايي قرضو يو لټ ګرځوي خو چين د امریکا دغه نیوکې ردوي.

XS
SM
MD
LG