لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جي-7 مشران د چین خلاف سخته تګلاره خپلولو کې تقسیم دي


واشنګټن ـــ د نړۍ جي- 7 یا اووه مالداره ملکونو مشران د امریکې صدر جو باېډن لخوا د چین خلاف زیاته سخته تګلاره خپلولو باندې د تقسیم سره مخ دي چې پکې د چین لخوا د خپل ملک دننه په زور د خلکو نه کار اخستو، د نړیوال تجارتي اصولو لاندې کار کولو سره نه صلاح کېدل او د نړیوال انفراسټرکچر یا اډاڼې لپاره د قرضو لانجمن پروګرام شامل دي.

د امریکې صدر جوبايډن انتظامیه او د جي-سېون غونډې کوربه، برطانیه غواړي چې د چين د (بيلټ اېنډ روډ انېشټيو) په مقابله کې د کم او منځني امدن والا ملکونو دپاره نوې اقتصادي منصوبه اعلان کړي.

دغه منصوبې ته د (نړۍ بيرته بيا ابادولو "بي تهري ډبليو") نوم ورکړی شوی او طمع لرل کېده چې ددې اعلان به د خالي/شنبې په ورځ د جي ـ7 هېوادونو په غونډه کې وشي.

د باېډن انتظامیې یو اعلا چارواکي د برطانیې کارنوال سیمه کې د جي-سېون ملکونو د غونډې وروستو خبریالانو ته وېلي ګډون والو په دغه منصوبه خوندورې خبرې کړي چې پکې ځنې مشرانو لږه بدله راې ورکړې.

دغه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وېلي د جي-سېون مشران په دې راضي شوي چې د چین جارحانه تګلاره یو حقیقت دی خو ددې خبرې سره یې اختلاف ښودلی چې ددوي ځواب دې څومره جارحانه وي. اټلي، جرمني او یورپي اتحاد د چین خلاف سخت دریز خپلولو کې نازړه ښکاري او ددې په ځاې غواړي چې د چین سره د همکارۍ برابر تعلق باندې زیاته توجه ورکړي.

بلخوا امریکا، برطانیه،‌ کینېډا او فرانس د چین خلاف داسې تګلاره خپلول غواړي چې په هغې کې ښکاره ګامونه واخستی شی. جاپان د چین خلاف تګلاره کې یو اړخ ته هم نه ښکاري.

په جي ـ 7 هېوادونو کې د نړۍ اووه غټ معيشيتونه امریکا، کېنېډا، برتانيه، فرانس، اټلي، جرمني او جاپان شامل دي.

د جوبايډن انتظامیې يو چارواکي ويلي د دوي نوې اقتصادي منصوبه به ډېره ګټوره، رڼه او د اوږدې مودې دپاره وي.

د بايډن انتظاميې يو بل لوړ پوړي چارواکي ويلي، "زمونږ دا يقين دی چې زمونږ دا منصوبه به د چين منصوبې ته په خپل اعلا معيار ماتې ورکړي، او دا به زمونږ د همکارو هېوادنو د اقدارو عکاسي کوي".

چارواکي وايي، د جي ـ7 هېوادونو په غونډه کې د اعلانوونکې (بي تهري ډبليو) منصوبې دپاره به شخصي سېکټر وهڅوي چې په دغه منصوبه کې په اربونو ډالره پانګونه وکړي او د دغه لارې به د پرمخ تلونکې نړۍ اقتصادي ضرورتونه پوره شي په کې دې به د مزدور، چاپيريال او روڼتيا خيال ساتلی شي.

امریکا چې د دغه منصوبې ژمنه کړې د دې د وخت او فنډ نه دی ټاکل شوی خو انتظامي چارواکو هيله څرګنده کړې چې د جي ـ ‌7 همکار او خصوصي سېکټر به په دې کې د اربونو ډالرو پانګونه وکړي.

ويل شوي د امریکا او چين اړيکې به نورې هم ترينګلې شي چې بايډن د جي ـ 7 په همکارو هېوادونو غږ وکړي چې په چين کې په زوره د خلکو نه د کار اخستلو په کومو کې چې د سينکيانګ ايغور هم شامل دي، د چين د دغه عمل پرضد کلک بیان ورکړي او پرضد يې اقدام وکړي.

چين د بېلټ او روډ انېشيټو يا د يو بيلټ يو سړک په نوم دغه منصوبه په کال 2013 کې اعلان کړې او ويلي يې وو چې په دغه منصوبه کې به سړکونه، د رېل پټلۍ او د سوداګرۍ دپاره نورې لارې جوړولی او کارولی شي او د دغه لارې به چين منځنۍ اسيا، اسيايي او تر د افريقايي هېوادونو پورې رسايي وکړي.

په دغه منصوبه کې د چين ـ د پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک په نوم پروژه هم پېل کړی شوې چې په لومړي سر کې پکې د 66 اربه ډالرو د پانګونې ويل شوي وو خو وروسته د دغو پېسو زياتولو هم ویل شوي دي.

خو امریکا په دغه پروژه نيوکې کوي او دا د پاکستان لپاره د چينايي قرضو يو لټ ګرځوي خو چين د امریکا دغه نیوکې ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG