لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسرايل: د نېتن ياهو د 12 کلني دور پای، نفتالي بينيت نوی وزیراعظم جوړ شوی


د اتوار/ يکشنبې په ورځ (13 جون) د اسرايل نوي وزيراعظم نفتالي بينيت چې د وړې مذهبي ملت پاله ګوند سره یې تعلق دی سوګند پورته کړی او د نېتن ياهو 12 کلن دور پای ته رسېدلی دی.

بينيت د اته سياسي ګوندونو په جوړ اتحاد وزيراعظم جوړ شوی دی او هغه به د دوه کلونو دپاره وزيراعظم وي، دغو ګوندونو غوښتل چې د نېتن ياهو د کړکېچ دور ته د پای ټکی کېږدي.

بينیت د نېتن ياهو سره په کال 2012 او 2020 کې د دفاع د وزير په توګه پاتې شوی دی.

ویل شوي د 49 کلن بینيت د دوه کاله پوره کېدو وروسته به 57 کلن يايير لاپيد د وزیراعظم څوکۍ سمبالوي، څوک چې يو ځل د خزانې وزير پاتې شوی او د ټيلي ويژن د پروګرام پخوانی کوربه وو هغه د نېتن ياهو د لرې کولو دپاره خبره راجوړه کړې وه.

په تير مارچ کې د لاپيد ګوند په نېتن ياهو پسې په دوېم نمبر زيات ووټونه اخستي وو.

نېتن د اته ګوندونو د اتحاد د ماتولو هڅه کړې خو ناکامه شوی دی، هغه به په پارلیمان کې د مخالفه ګوندونو مشر وي خو د غبن يا فساد تورونه پرې هم دي.

بينیت چې د اسرایل په پارليمان کېنېت کې واک ترلاسه کوو په دغه مهال د مخالفه قدامت پسند قانون جوړونکو چې موده يې پوره کېده د دروغژن، او شرم نعرې وهلي دي.

او بينیت بيا ويلي چې مونږ يو ځای نه شو کښېناستی، زمونږ سره څه روان دي؟. هغه ويلي وياړ کوي چې د هغو خلکو په مينځ کې کښېني څوک چې مختلف نظرونه لري، او مونږ د زمه وارۍ اخستو فېصله کړې.

د امریکې صدر جوبايډن د اسرايل نوو مشرانو ته اومبارکي ورکړې ده او ويلي یې دي هغه ګوري چې د اسرايل سره اړيکې پياوړې کړي.

بايډن ويلي، امریکا تل د اسرايل د امنيت ملاتړ کړی دی، او حکومت يې ژمن دی چې د اسرايل د نوي حکومت سره کار وکړي، چې په سیمه کې اسرایل، فلسطينيان او په پوله پراته خلک د امنیت، سولې او ثبات په برخه کې پرمختګ وکړي.

د سپينې ماڼۍ ترمخه بايډن د اتوار په ورځ د اسرايل د نوي وزيراعظم د اعلان وروسته د هغه سره خبرې کړي دي.

د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټوروډو هم د اسرايل نوي وزیراعظم له اومبارکي ورکړې ده.

د اسرايل په نوي حکومت کې په لومړي ځل اسلامي ګوند رعام ګوند هم شامل دی.

د نېتن ياهو دور په داسې حال کې پای ته رسېدلی چې په وروستيو کې يې په غزه کې د دوه اوونيو جګړه او بيا اوربند کړی وو، له دغې وروسته نور ګوندونه راټول شوي او اتحاد يې جوړ کړی وو.

خو څيړونکي وايي که د اته ګوندونو په ايتلاف کې يو ګوند هم ووځي اتحادي حکومت به يې غورځيږي.

XS
SM
MD
LG