لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عبدالله: طالبان د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره پر افغانستان د جګړې په زور نه شي واکمنېدای


واشنګټن ـــ د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، طالبانو د بهرنیو ځواکونو له وتلو په ګټې اخیستو سره په هېواد کې د تشدد پېښې زیاتې کړې دي خو وایي دوی نه شي کولای چې د جګړې له لارې پر افغانستان واکمن شي.

ډاکټر عبدالله د چارشنبې- شورو په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او د افغانستان د بشري حقونو د کمېشن له خوا جوړې شوې غونډې ته وویل، د بهرنیو ځواکونو د وتلو اعلان یو استثنایي حالت پیدا کړی ځکه چې وایي حکومت یې د بهرنیو ځواکونو وتلو ته پوره تیاري نه درلوده:

"هغسې تیاري چې باید لرلې مو وای فکر کوم په دغو تیاریو کې څه کوتاهي وشوه چې د افغانستان خلک یې له ذهني او نفسیاتي حالت سره مخ کړي او بلې خواته طالبانو د بهرنیو ځواکونو له وتلو ګټه واخیسته چې د جګړې په میدان کې امتیاز تر لاسه کړي او د دوی شپه ورځ فعالیتونه د همدې ښکارندویي کوي".

دغه غونډه د «ډزبندي کول او سولې ته رسېدل»- تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه. ډاکټر عبدالله د سولې خبرې چې پیل شوې دي هیڅ پرمختګ پکې نه دی شوی خو وایي دوی له لومړي سره د افغان ولس له غوښتنې سره سم پر ډزبندۍ ټینګار کړی دی:

"نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د افغانستان حکومت، ولس، پارلمان، مدني ټولنې، د ښځو د حقونو ټولنو او بېلابېلو نړیوالو سازمانونو پر ډزبندۍ ټینګار کړی خو طالبان تر اوسه پر دې نه دي‌ رضا شوي او تر ننه پر همدې خبره ولاړ دي".

ډاکټر عبدالله دا خبرې په داسې وخت کې کړې چې په قطر کې د حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلو وړمه ورځ په روانه جون میاشت کې دویمه ناسته کړې ده. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د دې ناستې په اړه پر ټویټر لیکلي:

"په ناسته کې د مذاکراتو د ناستو په ترتیب او تنظیم هر اړخیز بحثونه وشول".

ډاکټر عبدالله وایي که طالبانو پر جګړې ټینګار وکړ او د سولې له اوسني فرصته یې ګټه وا نه خیسته، نو د دې تاریخي موقعې د ضایع کولو ذمه واری به همدوی وي.

ډاکټر عبدالله وویل یوې خواته په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې پرې شوې نه دي او دواړه مذاکراتي ډلې سره په تماس کې دي او بلې خواته په افغانستان کې جګړه زیاتېږي او په وروستیو کې پر ښځو هم مرګوني‌ هدفي بریدونه شوي‌ دي.

په غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمېشن مشرې شهرزاد اکبر په جګړه کې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې جګړه ودروي او سوله وکړي. مېرمن اکبر وویل ډزبندي او د جګړې ختمېدل د افغان ولس بنیادي غوښتنه ده:

"د تشدد په زیاتېدو سره د سولې هڅو ته باید زیان ونه رسول شي".

طالبان په افغانستان کې د لسګونو ولسوالیو د نیولو دعوه کوي خو د افغانستان د دفاع وزارت یې دا دعوې ردوي او وایي اکثره ولسوالۍ یې بیرته له طالبانو نیولې او په نتیجه کې یې سلګونو طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ډاکټر عبدالله وایي د حکومت له لاسه د یوې ولسوالۍ وتل یواځې امنیتي او انتظامي مسئله نه ده، بلکې دا د هغې سیمې پر خلکو او د سولې پر مذاکراتو هم اغېز کوي.

XS
SM
MD
LG