لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمودخان اڅکزی: عثمان خان له ناجوړۍ نه دی مړ، تشدد ورباندې شوی دی


واشنګټن ـــ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په ګډون د عثمان کاکړ د جنازې په مراسمو کې شریکو اکثرو ویناوالو د هغه مړینه یو پلان شوی مرګ وباله او تور یې پورې کړ، چې پر هغه پخپل کور کې برید شوی دی.

د بلوچستان په مسلم باغ سیمه کې جنازې ته ورغلیو لسګونه زره کسانو ته په وینا کې محمود خان اڅکزي وویل، که د پاکستان عدالتونو او استخباراتي ادارو له دوو ادارو پرته- چې نومونه یې یاد نه کړل- که د عثمان کاکړ د مړینې په اړه پلټنې کولې دوی به ورته معلومات ورکړي:

"دا خبره فیصله شوې ده چې عثمان خان په ناجوړۍ نه دی مړ، د ناجوړۍ په دوران کې له ده سره ظلم، جبر او زیاتوب شوی دی ځکه دې پارټۍ او دې قام اعلان کړی دی چې زما د دې قام د شهیدانو په لړ کې یو بل غمی وپېیل شو".

محمود خان اڅکزي د عثمان کاکړ د مړینې تور په ښکاره په چا پورې نه کړ، خو خپلې یوې پخوانۍ وینا ته په اشارې سره یې وویل، چې "که زموږ بچیان، وروڼه، دوستان، عزیزان مار هم وخوړل، ذمه وار یې ای ایس ای او ایم ای دي".

ښاغلي اڅکزي په سېنټ کې د عثمان کاکړ وروستۍ وینا هم یاده کړه، چې ویلي یې وو که یې ژوند ته څه خطر پېښ شو ذمه واره به یې د پاکستان دوې استخباراتي ادارې وي:

"د عثمان خان پېښه بالکل سمه د تشدد او وهلو پېښه ده، کور ته یې یو سړی ننوتی او په منټ کې بیرته را وتلی دی او بیا څو کسان نور ور ننوتي دي، ته به یې پل وهې چې څوک ننوتی دی،‌ ما خو هغه دی لیدلی دی چې ننوتی دی".

د پاکستان استخباراتي ادارو سمدستي دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د بلوچستان او مرکز حکومتونو د عثمان کاکړ مړینه طبعي بللې او پر هغه د برید تورونه یې رد کړي دي.

تر محمود خان اڅکزي مخکې د عثمان کاکړ مشر زوی خوشال خان کاکړ هم په تکرار سره وویل، چې پلار یې وژل شوی دی. وایي پلار ته یې ګواښوونکي حالونه ور لېږل کېدل چې په داسې طریقه به یې و وژني چې د ده په وینا "نه به د دین شې نه به د دنیا شې". خوشال خان وویل:

"ستا نه منم ریاسته تا شهید کړی دی، خلک کور ته ور ننوتلي وو، لالا یې پر سر وهلی وو، په مزاحمت کې د ده د پښې یوه ګوته هم زخمي شوې وه".

عثمان کاکړ د جون پر 17مه خپله وروستۍ وینا د اپوزیشن ګوندونو له خوا د بلوچستان د صوبایي بجټ په ضد پیل شوي احتجاجي پرلت ته کړې وه او په هغه ماښام د کوټې په شهباز ټاون سیمه کې له خپل کوره په بېهوشه حالت کې روغتون ته وړل شوی وو او ډاکټرانو ویلي وو چې هغه پر سر سخته ضربه خوړلې ده.

د عثمان کاکړ مړی د جون د 23مې نېټې په مازدیګر پخپله پلارنۍ خاوره مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو. د جنازې په مراسمو کې یې د نورو ملتپالو او مذهبي سیاسي ګوندونو مشرانو، د بشري حقونو فعالانو، استادانو او ښځو هم ګډون کړی وو.

اکثرو ویناوالو عثمان کاکړ د جمهوریت، بشري حقونو، د محکومو قومونو د حقونو او ازادۍ لپاره مبارزه کوونکو تر ټولو بې مثاله سیاستوال وباله او ویې ویل هغه چې په خپلو ویناوو کې کومه وینا کوله په عمل کې هم هغسې وو.

د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي په خپله وینا کې وویل، چې عثمان خان کاکړ د دې وطن د هر مظلوم په حق کې د هر چا په مخ کې بې له ډاره وینا کوله خو وایي په یوه "دسیسه" له مخې و ایستل شو:

"دا زموږ او ستاسو لپاره د پام او فکر خبره ده چې داسې عظیم انسان له موږه څنګه په داسې ناجایزه طریقه او په داسې دسیسه جلا شو".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د جنازې مراسمو ته په وینا کې د بلوچستان پر صوبایي او د پاکستان پر مرکزي حکومتونو ږغ وکړ،‌ چې د عثمان کاکړ مړینه دې سنجیده وګڼي، خو وایي که سنجیده ونه ګڼله نو څومره خلکو چې د هغه په جنازه کې ګډون کړی دا ولسونه به بیا تر هغو پورې را ټولېږي چې تر څو ورته انصاف نه وي رسېدلی.

د عثمان خان زوی او بل د کورنۍ غړي یا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو د هغه د جنازې په مراسمو کې دا ونه ویل چې د هغه د مړینې په ضد به مقدمه درج کوي که نه او نه هم د کوټې پولیسو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي خو د بلوچستان د داخله چارو وزیر ضیاء لانګو د جون پر 22مه په کوټه کې خبري غونډې ته وویل چې که کورنۍ یې په دې برخه کې مرسته وغواړي حکومت یې ورسره مرستې ته تیار دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG