لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بپن روات: هغه ترهګر چې له پاکستاني پوځ سره ګډ فعالیت کوي هند ته حالات خرابولای شي


واشنګټن ـــ د هند د دفاعي ځواکونو مشر جنرل بپین روات ویلي، د دې ضرورت دی چې د هند پوځ د چین او پاکستان دواړو سره پر پوله د بیدارۍ په حالت کې وي، خو وایي تور یې پورې کړی هغه ترهګر چې د پاکستان له پوځ سره کار کوي کله هم د هند لپاره حالات خرابولای شي.

د نهې- سه شنبې په ورځ د هند له اېشین نیوز انټرنېشنل خبري ایجنسۍ سره په مرکه کې بپین روات ویلي، پوځ یې باید پر دواړو پولو بیداره وي، خو وایي دفاعي ځواکونو ته یې په دې وخت کې لومړی محاذ شمالي پوله ده چې هند او چین ورباندې له تېر کاله راهیسې په پوځي شخړه اخته دي. بپین روات ویلي:

"ما تل ویلي چې ترهګر له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره یو ځای فعالیت کوي، په دغو ترهګرو کې ځینې په واقعي نامنظمو توپو بدلېدای شي او داسې یو حالت جوړولای شي چې خرابۍ ته لاره هوارولای شي، نو موږ باید پر خپل غربي محاذ هم بشپړ تیار و اوسو".

د پاکستان پوځ د هندي دفاعي ځواکونو د مشر تازه تورونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې نه یواځې د هند دا ډول تورونه په کلکه رد کړي بلکې هندي پوځ یې د هغوی تر ولکه لاندې کشمیر کې د بشري حقونو په سرغړونو هم تورن کړی دی.

بپین روات یو ځل بیا پاکستان د ګډې پولې یا لاین آف کنټرول د تړون په سرغړونه تورن کړی او ویلي یې دي چې که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ ډزندي لا هم پر ځای ده خو وایي وسلې د پولې بلې غاړې ته اړول کېږي:

"د لاین آف کنټرول یوې بلې غاړې ته ډزندي لا شته چې دا یوه مثبته نخښه ده، خو ورسره موږ له ډرون څخه په ګټې اخیستو د وسلو او مهماتو ننوتل هم وینو، دا د امن لپاره یو ښه زېری نه دی ځکه چې دا نشه یي توکي او وسلې د امن داخلي بهیر خرابوي".

د یادونې وړ ده چې هند او پاکستان په تېره فرورۍ میاشت کې پر لاین آف کنټرول باندې د ډزبندۍ تړون کړی وو او ویلي وو چې له ډزبندۍ سره پر تړلیو پخوانیو تړونونو به هم بشپړ عمل کوي.

خو له هغه را وروسته دواړو هېوادونو بیا یو پر بل د ډزبندۍ د سرغړونې تورونه لګولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG