لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر امریکا ته روان شوی


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي سره د شورو/ چهارشنبې په ماسخوتن (23 جون) امریکا ته روان شوی دی.

افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ويلي، ولسمشر اشرف غني به په دې سفر کې "د امریکا د صدر جوبایډن، د هغه هېواد یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو، د کانګرس او سېنېټ د غړو او یو شمېر اغېزناکو شخصیتونو سره په بېلابېلو وويني.

او په دغو کتنو کې به "د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د دوام، ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزې او له افغانستان سره په اقتصادي او انکشافي برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي".

اشرف غني په داسې حال کې د امریکا سفر کوي چې امریکا او نېټو د افغانستان نه خپل ځواکونه اوباسي او په افغانستان کې د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

د امریکا صدر جوبايډن اعلان کړی د ستمبر د 11 پورې به د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه اوباسي.

د افغان ولسمشر اشرف غني د سفر نه وړاندې دوه ورځې وړاندې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په واشنګټن پوسټ کې ليکلي طاقتوره امريکې په شلو کلونو کې د افغانستان دننه جنګ ونه ګټلی شو نو دپاکستان لخوا په اډو ورکولو سره به اوس دا څنګه ممکن شي؟

عمران خان ويلي که پاکستان امریکا ته د افغانستان دننه د ترهګرو پرضد د بريدونو دپاره اډې ورکړې نو پاکستان يو ځل بيا د ترهګرو د انتقامي حملو هدف جوړیدی شي.

نوموړي ويلي، پاکستان به د افغان ولس په خوښه د جوړېدونکي حکومت مرسته کوي او په افغانستان کې به ديوې ډلې هم ملاتړ ونکړي.

افغانستان او امریکا په پاکستان دافغان طالبانو دملاتړ او هغوی ته د پناه ورکولو تورونه لګوي خو پاکستان دا تورونه ردوي او وایي افغانستان کې دهیڅ مخصوصې ډلې ملاتړ نه کوي بلکې دغه هیواد کې دسولې پلوي دی.

او د افغانستان ولسمشر اشرف غني درې ورځې وړاندې په 21 جون ويلي وو، "د سولې پروسه کې د پاکستان رول مهم وباله وې ویل، په افغانستان کې سوله او جګړه د سیمې د بل هر هېواد په پرتله پر پاکستان زیات مثبت او منفي اغېز لري او پاکستان باید خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړي".

ارګ ويلي، د اشرف غني سره د امریکا په سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې رئيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئيسه شهرزاد اکبر ملتیا کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG