لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاني خېلو او حکومت ترمنځ خبرې روانې دي، پرلت هم دوام لري


د جاني خېلو پرلت بنو
د جاني خېلو پرلت بنو

د خېبرپښتونخوا د بنو جاني خېل قوم چې پرون د ملک نصيب خان د جنازې سره اسلام اباد پله لاريون پېل کړی او دا وخت د بنو په ښار کې لاريون په احتجاج ناست دی، دوی وايي د حکومت او د جاني خېل قوم ترمنځ خبرې روانې دي.

د لاريون يو مشر ډاکټر عالم وزير وايي، دوی ته نن د خېبرپښتونخوا د حکومت يو وزیر شاه محمد بکاخېل ورغلی او خبرې يې ورسره شوي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل حکومتي وزير ته یې ویلي چې اول دې دوی ته د پرونۍ پېښې ځواب وویل شي چې ولې په پرامنه لاريون کوونکو اوښکې بهيونکی ګېس ورول شوی، په ډنډو وهل شوي، ډزې پرې شوي، مړي او ژوبلې يې شوي او ګاډي يې مات کړی شوي دي.

هغه زياته کړه حکومتي وزير ته یې هغه مخکنۍ غوښتنې هم وړاندې کړې چې په علاقه کې دې امنيت په ځای شي، د ښه او بدو وسله والو څخه دې علاقه پاکه کړی شي په دوی جوړې مقدمې دې ختمې کړی شي او د دوی بې درکه يا نيول شوي کسان دې پرېښودل شي.

د جاني خېل قوم د لاريون کوونکو سره د حکومت په استازيتوب مذاکرات کوونکي پلاوي چې شاه محمد بکاخېل پکې شامل وو، د دغه پلاوي يو تن وي او اې ډيوه ته د نوم نه ښکاره په شرط وويل، چې دوی د لاريون کوونکو سره خبرې وشوې د دوی غوښتنې يې واورېدې او اوس دغه غوښتنې د ځايي انتظاميې سره شريکوي.

دغه تن وويل حکومتي پلاوي لاريون کوونکو ته وويل چې د پرونۍ پېښې په اړه ځايي انتظاميې د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړی او په مخکنيو غوښتنو يې د جاني خېل قوم نه د 20 تنو کميټي غوښتې چې د دغه کمېټۍ به د لوړ پوړوحکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

خو د لاريون يو بل مشر ډاکټر نور محمد وزير چې د جاني خېل د قومي جرګې غړی هم دی، وايي د دوی غوښتنې ښکاره دي، دوی د امنيت غوښتنه کوي او غواړي چې وزيراعلی د دوی سره کومې ژمنې کړې وې هغه دې پوره شي خو دعوه کوي چې هغه غوښتنې نه دي منل شوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل دوی اسلام اباد ته ځکه د تلو فېصله وکړه چې دلته د دوی غوښتنې ونه منل شوې او دوی اوس هم په هغه دریځ دي چې په غوښتنو يې عمل نه وي پېل شوی تر هغې به يې لاريون روان وي او اسلام اباد ته به ځي.

د جاني خېلو پرلت پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (23 جون) د 24 ورځو د پرلت وروسته اسلام اباد پله روان شوی خو د لاريون کوونکو په وېنا په بنو کې دوی ته لاره نيول شوې او په دغه مهال د پوليسو د اوښکو بهيونکي ګېس، ډنډود ګوازونو او ډزو کې يې يو تن وژل شوی او څلور ټپي شوي دي.

خو د بنو پوليس ویاند اصف حسن وايي د دغو پېښو مقدمه تراوسه نه ده درج شوې او دوی ته اوس جرګه ورغلې خو که خبرې ناکامه کيږي په لاريون کوونکو به مقدمه درج کولی شي چې دوی په پوليسو تشدد کړی، 12 پوليس يې ټپيان کړي، سرکاري املاکو ته يې تاوان اړولی او د پولیس موبايل ګاډی یې هم سوځولی دی.

پوليس وايي د لاريون له امله د میرانشا سړک بند دی چې له امله يې د ميرانشاه او بنو ترمنځ د ګاډو د چلند دپاره بدله لاره جوړه کړی شوې ده.

بل لور ته لاريون کوونکي او ځايي خلک وايي پرون چې لاريون دغه ځای ته رارسېدلی دوی ته انټرنېټ سروس بند کړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG