لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر اشرف غني له خپل اعلی پلاوي سره امریکې ته رسېدلی


افغان ولسمشر اشرف غني له خپل اعلی پلاوي سره په رسمي سفر د جون پر 24مه سهار د امریکې پایتخت واشنګټن ډي سي ته ورسېد.

هغه به سبا د جمعې په ورځ له ولسمشر جوبایډن سره ویني او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو تر څنګ به د خپل هېواد پر راتلونکو حالاتو هم ورسره خبرې کوي.

د افغان حکومت له خوا نن په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې ولسمشر غني به له صدر جوبایډن، د امریکې د کانګرس او سېنټ له غړو سره سره له یو شمېر نورو چارواکو سره هم ویني:

"[دوی به] په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د نوي فصل او دوه اړخیزو مناسباتو د پیاوړتیا په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړي".

له ولسمشر غني سره په دې دوه ورځني سفر کې د ده لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر، د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او نور چارواکي هم شامل دي.

د ډاکټر عبدالله دفتر د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې په دې سفر کې به له امریکایي چارواکو سره تر ډېره پر هغو موضوعاتو خبرې کېږي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وخت سره تړاو لري. د ډاکټر عبدالله دفتر لیکلي:

"په دې سفر کې به د افغان سولې بهیر، دوامدارې همکارۍ، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د ترهګرۍ په ضد جګړې پر دوام، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پر نړیوالو مرستو او له افغانستان سره د امریکې د مرستو پر پراخوالي خبرې کېږي".

د سیاسي چارو کارپوهان امریکا ته د صدر غني په مشرۍ د افغان پلاوي سفر ډېر مهم ګڼي او تمه ښيي، چې افغان مشران به امریکايي مشرانو ته د سولې په برخه کې یو څرګند پیغام وړاندې کړي.

د سیاسي چارو افغان څېړونکی نجیب الله ازادي‌ وي او اې ته وویل،‌ ولسمشر غني غواړي امریکا او نړیواله ټولنه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم ورسره خپلې مرستې ونه دروي.

ښاغلی ازاد وایي له ولسمشر بایډن سره د ولسمشر غني د لیدنې دویمه ایجنډا به دا وي چې په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت پر ځای د انتخاباتو بهیر دوام وکړي:

"افغان حکومت غواړي په افغانستان کې د سولې په اړه پر پاکستان نور فشار زیات کړي چې په دې برخه کې خپل عملي کردار تر سره کړي او طالبان د جګړې پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکړي".

ولسمشر غني او پلاوی یې په داسې وخت کې امریکې ته سفر کوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخسیتی دی او طالبانو لا هم د یو شمېر نورو ولسوالیو مرکزونه له افغان ځواکونو نیولي دي.

د چارو افغان کارپوهان د طالبانو وروستیو بریاوو ته په کتنې وايي، ممکن طالبان د سولې له لارې د روانې لانجې هواري سره نوره ډېره لیوالتیا ونه لري ځکه چې وایي طالبان دا ګڼي، چې د زور له لارې واک ته رسېدلای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG