لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا وایي 650 پوځیان یې د سفارتکارانو د تحفظ لپاره افغانستان کې پاتې کېږي


واشنګټن ـــ تېره ورځ‌ ناوخته ځینو امریکايي چارواکو اېسوسي اېټیډ پرېس خبري ادارې ته ویلي چې 650 امریکايي‌عسکر به کیدی شي په افغانستان کې د سفارتي عملې د حفاظت لپاره پاتې شي.

دغه چارواکو خبري ادارې ته ویلي چې هم دغه شان څو سوه امریکايي‌عسکر به د ستمبر میاشتې پورې په کابل هوايي ډګر کې پاتې کېږي.

د چارواکو په وینا د دغو عسکرو رول به د ترکي د عسکرو مرستې کول‌ وي چې د کابل اېرپورټ امینت به ساتي. د اېسوسي اېټیډ‌ پرېس تر مخه چارواکو زیاته کړې دا یو عارضي ګام دی تر څو چې د ترکي عسکر د کابل هوايي ډګر پوره امنیت په لاسو کې واخلي.

افغان حکومت او طالبانو تر اوسه د دې اعلان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم سپینې ماڼۍ دا خبر په رسمي توګه تایید کړی دی.

تېره ورځ بیا قطر ویلي‌ چې د افغانستان د سولې خبرو اترو حکومتي پلاوي او طالبانو ته یې ویلي چې د کوم درېیمګړي په مشرۍ کې دې د سولې ولاړې خبرې اترې وړاندې بوځي او د ستمبر ۱۱م د اخیرۍ نېټې وړاندې چې کله به د امریکا په مشرۍ کې خارجي عسکر د افغانستان نه ووځي، د واک اختیار تقسیمولو کومې لوظنامې ته دې ورسېږي.‌

د ترهګرۍ د مخنیوي او د جګړو د هواري او سولې لپاره د قطر ځانګړي استازي‌ مطلق بن مجید القهتاني ویلي، حکومت یې دغه وړاندیز تېره اوونۍ د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو سره شریک کړی. نوموړي دغه خبرې په دوحه کې روانه اوونۍ د یو نړیوال سیمینار په مهال کړې دي.

د افغانستان حکومتي پلاوي او وسله والو طالبانو د تېر کال ستمبر نه په دوحه کې د سولې خبرې اترې پېل کړي چې د قطر حکومت او ځیني نور هیوادونو ورته اسانتیاوې پېدا کړي، خو تر اوسه د سولې دغه پروسې کومې ګټورې نتیجې نه دي ورکړي او دواړه ډلې په یو بل د دغه ځند راوستلو تورونه لګوي.

روانه اوونۍ په دوحا کې په دغه نړیوال کانفرنس کې القعطاني ویلي "مونږ نه ګڼو چې یواځې اسانتیا بس ده٬ د افغانستان مذاکره کوونکي رسمي منځګړو ته ضرورت لري".

د دغو غونډې جوړوونکو تېره ورځ د دغې وینا یوه ویډیو خپره کړې. په دغه ویډیو کې د قطر استازی زیاتوي "دواړه افغان ډلې تر اوسه پورې د منځګړو په اړه کومې لوظنامې ته نه دي رسېدلي. یوه افغان ډله دوو منځګړو ته اړتیا لري او بله ډله بیا یو منځګړی غواړي".

خو نوموړي د دغه خبرې نور کوم وضاحت نه دی کړی خو وړاندې یې ویلي "مونږ تمه لرو چې دواړه ډلې دې ډیر زر د خپلې اخیرۍ خبرې سره دې مونږ ته راشي چې دوي ورته نژدې شوي دي".

XS
SM
MD
LG