لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي بیا ویلي افغانستان کې یواځې طالبان نه نور ترهګر تنظیمونه هم د تشدد ذمه وار دي


اسلام اباد ـــ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي دي چې په افغانستان کې د تشدد ذمه وار یواځې طالبان نه دي بلکې هلته موجود ترهګر تنظیم داعش او هغه اندورني او بیرني عناصر هم ذمه وار دي څوک چې افغانستان کې امن نه غواړي.

د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې یو خبري کانفرنس ته- چې زیاتره د هند او کشمیر پحقله وو- د یو تپوس په ځواب کې خارجه وزیر شاه محمود قریشي وویل وړاندې یې هم دغه بیان ورکړی وو چې په افغانستان کې د تشدد ذمه وار یواځې طالبان نه دي.

ددې تپوس په ځواب کې چې آیا بیا افغان دولت هلته د تشدد ذمه وار دی که څنګه، خارجه وزیر وویل په افغانتسان کې موجود ترهګر تنظیم داعش او هغه اندروني او بیروني عناصر هم د تشدد ذمه وار دي څوک چې په افغانستان کې امن نه غواړي.

دا عناصر څوک دي؟ ددې وضاحت خارجه وزیر ونه کړو. شاه محمود قریشي دغه تاثر هم رد کړی دی چې ګنې پاکستان ته طالبان ډېر نیزدې دي.

شاه محمود وویل د افغان شخړې واحد حل سیاسي مفاهمت دی او اوس دا د افغان حکومت او طالبانو ذمه واري ده چې خپلو کې د مذاکراتو د لارې مسئله حل کړي ځکه پاکستان هم نه غواړي په افغانستان کې یو ځل بیا کورنۍ جګړه پېل شي، وایي که له بدمرغه داسې وشول نو اغېز به یې د پاکستان په امن هم وي.

د پاکستان خارجه وزیر وویل د افغان دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو که هر څه نتیجه وه پاکستان ته به قبوله وي.

قرېشي ووییل افغان طالبان چې هر کله پاکستان ته راغلي دي نو پاکستان ورنه هم د امن خواست کړی دی ځکه چې وایي‌ دا د پاکستان ښکاره دریځ دی، جنګ د افغانستان د شخړې حل نه دې.

قرېشي دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې د پاکستان دوو لویو اپوزیشن ګوندونو پاکستان پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز ګوند له حکومته غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي دې ښکاره کړي.

په افغانستان کې د امن پحقله د پاکستان څه کردار دی او آیا په افغانسان کې امن راوستل د افغانانو ذمه واري ده؟ د دې بیان ورکولو پس پاکستان خپله غاړه خلاصه کړه، په دې خبریال طاهر خان وایي تر ډېر حد پورې اوس د پاکستان دغه دریځ سم هم دی چې په افغانتسان کې د امن راوستو زیاته ذمه واري د افغانانو ده خو دې د پاره باید پاکستان افغان دولت او هلته موجود نورو ډلو ته دا باور ورکولو کې هم کامیابه شي چې پاکستان به افغانستان په معاملاتو کې مداخلت نه کوي.

افغانستان څو واري په پاکستان دغه تور لګولی دی چې د پاکستان ځمکه د افغانستان پرضد استمالیږي او د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې ښکاره کورونه لري او په ازاده توګه پاکستان ته تګ راتګ کوي.

پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي پاکستان ته د افغان طالبانو د راتګ مقصد هم افغانستان کې د امن قیام وي ځکه چې پاکستان د افغانستان د مسئلې په حل کې یو مهم کردار لوبولی دی او خارجه وزیر شاه محمود قریشي وایي امریکا هم په افغانستان کې د امن په حقله د پاکستان د کردار نه خبر ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG