لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: پاکستان د اېف اې ټي اېف ډېر شرطونه پوره کړي، په خړ فهرست کې ساتل يې بې ځايه دي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ويلي، پاکستان د اېف اې ټي اېف په 27 شرطونو يا نکاتو کې 26 پوره کړې دي داسې خبره نه ده پاتې چې د پاکستان په خړ نوملړ يا فهرست وساتل شي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا (رېډيو پاکستان) ترمخه قرېشي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په نړیواله کچه د وسله والو د مالي سرچینو او په غېر قانونه توګه د پېسو د لېږلو رالېږلو د مخنیوي ادارې فاینانشل اېکشن ټاسک فورس، اېف ای ټي اېف د جمعې په ورځ (25 جون) د پاکستان نوم په خړ فهرست کې د ساتلو فېصله کړې ده.

اېف اې ټي اېف ويلي پاکستان دې ترهګرو ته د سزا ورکولو او وسله والو خلاف د قانوني اقداماتو په لړ کې نور کار وکړي.

شاه محمود قرېشي ویلي دا به ټاکل وي چې اېف اې ټي اېف تکنيکي که سياسي فورم دی او دا به هم کتل وي چې دا خو د سياسي مقاصدو دپاره نه کاريږي.

قرېشي د نوم اخستو پرته ويلي ځينې قوتونه يا حکومتونه خواهش لري چې پاکستان د اېف اې ټي اېف د تورې لاندې وساتل شي.

هغه دا هم ويلي چې پاکستان د اېف اې ټي اېف په 27 شرطونو کې 26 پوره کړي او په دې غوره پرمختګ شوی دی.

شاه محمود قرېشي وايي په 27 شرطونو کې 26 پوره شوي او په خړ نوملړ کې د پاتې کېدو ځای نه دی پاتې خو په پاکستان کې دننه څيړونکي اوس هم وايي پاکستان ته ځينې ګامونه پورته کول پاتې دي.

د اقتصادي چارو کار پوهه فرخ سليم په ټويټر ويلي، پاکستان په خړ فهرست کې پاتې کړی شوی دی، هغه د غېر قانونه پېسو لېږلو رالېږلو په اړه د پاکستان د حکومت د پلټنو شمېرې شريکې کړي دي.

هغه ويلي، د غېر قانونه پېسو لېږلو رالېږلو په لړ کې پاکستان 2420 پلټنې کړي د 354 قانوني کتنه شوې او په يوه کې سزا ورکړی شوې ده.

فرخ سلیم ويلي، په داسې کې اوس پاکستان ته دوه خبرې کول دي، په خړ فهرست کې د پاتې کېدو تور به په پاکستان مخالفه قوتونو لګوي او يا به خپل کور سموي.

د ېف اې ټي اېف د پېرس د غوڼدې وروسته د انټرنېټ د لارې خبري غوڼدې ته د خبرو په وخت د ادارې مشر مارکس پلییر وویل د ادارې په 27 سپارښتنو کې پاکستان په 26 سپارښتنو عمل کړی دی خو ترهګرو ته ورکړی کېدونکو سزاګانو او د قانوني ګامونو په لړ کې پاکستان نور کار ته اړتیا لري.

د پاکستان نوم د کال 2018 راهسې د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې شامل دی او سږ کال په اسلام اباد کې د څیړنې ادارې تبادلب ویلي وو چې درې وارې د اېف اې ټي اېف په خړ لسټ کې د پاتې کیدو له سببه پاکستان ته د 38 بیلینه ډالر اقتصادي زیان رسیدلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG