لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: د نامالومو وسله والو په ډزو کې درې کسان وژل شوي


د جنوبي وزيرستان پوليس وايي په سروکۍ تحصيل کې نامالومو وسله والو درې کسانو په ډزو وژلي دي، پولیس وايي دا درې کسان مخکې طالبان وو او بيا پوځ ته تسليم شوي وو.

د جنوبي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شوکت علي او او اې ډیوه ته تاييد کړې ده چې د سروکۍ تحصيل په تور رغزۍ علاقه کې نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (28 جون) سهار دغه پېښه رامنځته شوې او درې کسان وژل شوي دي.

پولیس افسر ويلي، دا کسان نامالومو وسله والو په هدف کړی شوي دي.

نوموړي د وي او اې ډیوه په شريکو کړو مالوتو کې د وژل شوو کسانو نومونه ويلي چې پکې تور باز، عمران او شبير شامل دي.

پوليس سرچینې وايي دغه کسان چې په هدف شوي مخکې د تحریک طالبان پاکستان غړي وو او بيا پوځ ته تسليم شوي وو.

پوليس وايي د پېښې پلټنې کوي.

د جنوبي وزيرستان په سروکۍ تحصيل کې په کال 2009 د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد عمليات کړي او دغه علاقه یې د وسله والو څخه د پاکولو دعوه کړې وه.

وروسته په کال 2018 کې د يادې علاقې نه کډوال کسان بيرته ستانه کړی شوي وو، خو په ياده علاقه کې وخت په وخت د ماين چاودنو او هدفي وژنو پېښې رپورټ کيږي.

په علاقه کې په هدفي پېښو کې نه يواځې امنيتي سرتيري بلکې ځايي مشران هم وژل شوي دي.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل سېوا شوي دي.

خو پوليس چارواکي يادې سيمې چې په صوبه کې ورګډې شوي دغلته د امنیت وضع د پخوا په څېر ډېره ښه شوې ده.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د روان کال په 22 فرورۍ د ردالفساد عملياتو په څلور کاله پوره کېدو په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې په قبايلي علاقو کې امنيت په ځای کړی شوی او د وژنو د پېښو په اړه يې ویلي د وژنو يا بدامنۍ هره پېښه دې هدفي وژنه او ترهګري ونه ګرځول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG