لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام کې د راکټي بريدونو وروسته امريکې ځوابي بريدونه کړي


د امریکايي پوځ وياند ويلي د شام په دير الزور ښار کې د ګل په ورځ په امریکاي پوځ د راکټي بریدونو په ځواب کې امریکايي پوځ جوابي بريدونه کړي دي.

د داعش پرضد د نړيوالو ځواکونو وياند کرنل واين مېروټو په ټويټر ویلي، د څو راکټي بريدونو وروسته امریکايي پوځ په خپله دفاع کې هغه ځايونه په هدف کړي د چرته نه چې راکټې داغل شوې وې.

مېروټو وي او اې ته ويلي په راکټي بريدونو کې څوک ټپي شوي نه دي او د نور تاوان مالومات کولی شي.

په راکټي بريدونو کې په دير الزور کې د امریکا پوځي اډه په هدف شوې کوم ته چې ګرين وليج هم ويلی شي.

وياند مېروټو ويلي، امریکايي پوځ د راکټو جواب د توپونو په ګوله بارۍ کړی دی.

امریکايي پوځ ویلي، د شام او عراق په پوله يې د ايران پلوه ملېشو درې مرکزونه په هدف کړي د چرته نه چې په امریکايي پوځ او تاسيساتو يې بريدونه کېدل.

د امریکې صدر جوبايډن ویلي په امریکايي پوځ د بريدونو زمه وار ايراني پلوه ملېشې ډلو پرضد يې د هوايي عملياتو لارښوونه کړې وه.

د پېنټاګون وياند جان کربي ویلي امریکې د کتايب سيد الشهدا په څېر ملېشو د وسلو ذخيرې او تاسيسات په هدف کړي دي، په دغو اهدافو کې دوه په شام او يو په عراق کې دی.

د سپينې ماڼۍ پرېس سيکرټري جان ساکي د ګل په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، په امریکايي پوځ حملې بندېدل پکار دي، دغه وجه ده چې د پوځ د دفاع په خاطر صدر بايډن د د پوځي کارروايۍ اجازت ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG