لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي جنرل په افغانستان کې په خرابېدونکي امنيت اندېښنه څرګنده کړې


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر په دغه هېواد کې په خرابېدونکي امنيت سخته اندېښنه څرګنده کړې ده، په داسې حال کې امريکايي او نېټو ځواکونه د افغانستان نه ووځي او د 11 ستمبر پورې به دغه عمل سرته ورسي.

جنرل اسټن سکاټ ميلر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي په افغانستان کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخستی دی.

اسټن ميلر د نهې/سه شنبې په ورځ (29 جون) په کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې "دا وخت امنیتي حالات ښه نه دي".

هغه د وسله والو یاغيانو لخوا په علاقو نيولو اندېښنه څرګنده کړې او د هغو په زور د کنټرول خبرداری یې ورکړی دی.

هغه ویلي،"په پوځي يا نظامي لاره يا په زور د واک اخستل د چا هم په ګټه نه دي، تر دې چې د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي".

طالبان دعوه کوي چې د لومړۍ مې څخه يې د افغانستان په 419 ولسوالو کې 100 ولسوالۍ نيولي، د کله نه چې امريکايي او نړيوالو اتحادي ځواکونو د افغانستان نه وتل پېل کړي دي.

افغان چارواکي وايي ځينې ولسوالۍ يې بيرته نيولي او وسله وال یې ترې ويستي دي.

ميلر منلې چې د يوې علاقې د لاسه ورکول د ټولو ملک په امنيت اغېزې کوي.

هغه ویلي ولسوالي يا ضلع د خلکو او د صوبې د مرکز د امنیت سره تړاو لري.

نوموړي د طالبانو پرضد د حکومت پلوه ملېشو په اړه هم خبرداری ورکړی چې په ملک کې دغه ملېشې په ځای کول په ملک کې د کورنیو جګړو سبب جوړېدی شي.

خو په افغانستان کې د تشدد باجود ميلر ویلي د ځواکونو وتل په خپل ځای دوام لري، د کومو اعلان چې د امریکا صدر جوبايډن د اپرېل په نيمايۍ کې کړی وو.

هغه ویلي په هغه حکم کې بدلون نه شي کولی کوم چې ورته په اپرېل کې ورکړی شوی دی، هغه عملي کوي.

خو نوموړي ویلي د هغه سره دا واک اوس هم دی چې د افغان ځواکونو مرسته او دفاع وکړي.

جنرل عمر شينواري چې د افغان ځواکونو ویاند دی ويلي يې دي کوم عام خلک چې د افغان ځواکونو د ملاتړ دپاره راوتلی دی دوی به په ازاده توګه نه بلکې د افغان پوځ په کمانډ کې وي د هغو په لارښوونه او حکم به چليږي.

هغه ویلي 4000 ريټايرډ پوځي افسران هم د خپل پوځ سره څنګ په څنګ جګړې ته راغلي دي.

افغان چارواکي دعوه کوي چې ملي امنیتي ځواکونو یې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو په ضد د هېواد په بېلابېلو برخو کې 1906 عملیات کړي او په نتیجه کې یې 6030 طالبان وژلي او 3485 یې ټپیان کړي دي.

د چارواکو په وېنا چې په دغو وژل شویو وسلوالو کسانو کې 33 او په ټپیانو کې نهه تنه پاکستانیان هم شامل دي، خو پاکستان تل داسې دعوې رد کړې دي.

عمر شینواري د نهې/ سه شنبې په ورځ په کابل کې د افغان هوایي ځواک په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دغو عملیاتو کې 162 امنیتي عسکر او عام خلک هم د طالبانو له بنده را خوشي کړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د افغان امنیتي چارواکو د دغو دعوو په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېره شاوخوا یوه نیمه میاشت کې یې وخت په وخت د خپلو وسلوالو د وژل کېدو تر څنګ د لسګونو افغان امنیتي عسکرو د وژلو دعوې هم کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG