لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي پوځي مشر خبرداری کړی په ټوله افریقا کې ترهګري بې خنډه خورېږي


واشنګټن ـــ امریکا او د هغې غربي اتحادیان په دې محبوره کړی شوي دي چې تر کلونو پورې په افریقا کې د خورېدونکې ترهګرۍ د مخنیوي د پاره هغه ناوړه حقیقت ته ځواب ووايي چې د القاعده او داعش یا ځايي ډلو نه یې اثر اخیستی او د چین او روس په شان مخالفینو په پرتله ورته د زیات پام ضرورت دی.

په افریقا کې د امریکايي پوځونو مشر جنرل سټیفن ټاون سېنډ د نهې- سې شنبې په ورځ د انټرنېټ د لارې ډیفنس فورم ته په خپلې وینا کې وویل چې د دوی د پوره هڅو باوجود دغلته ترهګري خورېږي.

ټاونسېنډ ویلي دي چې د ترهګرۍ د خورېدلو دا لړۍ بغېر د څه رکاوټ نه روانه ده او په راتلونکي کې ددې د مخنیوي د هڅو لپاره به د دفاع وزارت د ځواکونو په ځای کولو جایزې ته کتل کېږي، چې دده کمانډ ته څومره ځواکونه او وسیلې ورکړی کېږي او دا چې د زیاتو لارو لټون لپاره به هم ویل کېږي.

د امریکا پوځي قیادت په تمه دي چې د صدر جو بایډن انتظامیه د ځواکونو په ځای کېدو د پاره څه کوي او دا چې واشنګټن به د چین او روس ترڅنګ را پورته شوي د ترهګرۍ زیاتې خطرې د پاره څومره ځواکونه او وسیلې برابرې کړي.

د روانې میاشتې په اوله کې د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن د کانګرس غړو ته ویلي وو،‌ دا نه شي ویلی چې د پوځونو بیا کتنه به تر کله پورې مکمل شي خو باور یې ورکړی وو دا به یقیني کوي چې په صومالیه او د نړۍ په نورو برخو کې به داسې ګامونه پورته کړي چې ترهګر د امریکا خاورې ته ګواښ جوړ نه شي.

دا اول ځل نه دی چې جنرل ټاونسېنډ په واشنګټن په پوره افریقا کې د ترهګرو ډلو او د دوی د نظریاتو د پراخېدو غږ کوي.

امریکايي جرنېل تېر کال هم د کانګرس غړي په دې خبرداره کړي وو چې غربي هېوادونه، نړۍ او افریقايي هېوادونه د القاعده او داعش د مخنیوي لپاره سمې هڅې نه کوي.

په دغه مهال په افریقا کې د امریکا پوځي قیادت د افریقا د ترهګرو ډلو په اړه ویلي وو چې دوی د کمزوري کېدو په ځای ځانونه توانوي.

د تېر کال نومبر په میاشت کې پېنټاګان په افریقا کې د امریکا د ترهګرۍ د مخنیوي په یو رپورټ کې خبرداری کړی وو چې القاعده او الشباب او د داعش سره تړلې نورې ترهګرې ډلې په صومالیه کې ځانونه توانوي.

خو د امریکايي جرنېل دا تازه اندازې په داسې حال کې څرګنده کړی شوي دي چې یوه ورځ وړاندې د 83 غړو نړیوال اتحاد کې داعش ته د ماتې ورکولو اعلان شوی او په افریقا کې د ترهګرو ډلو په شا تمبولو په سیمه کې د دوی د غزېدلو د مخنیوي د پاره د ټاسک فورس جوړولو اراده څرګنده کړی شوې ده.

XS
SM
MD
LG