لاس رسیدونکی لینک

 
د بلوچستان د بشري حقونو سازمان وایي تېر کال صوبه کې 73 مړي موندل شوي
تازه خبر

د بلوچستان د بشري حقونو سازمان وایي تېر کال صوبه کې 73 مړي موندل شوي


واشنګټن ـــ په بلوچستان کې د بشري حقوقو سازمان وايي چې تېر کال په صوبه کې د 73 تنو مړي تر لاسه شوي دي او 24 نوي د جبري بې درکه شوو کسانو کېسونه له دوی سره ثبت شوي دي.

د بلوچستان صوبایي وزیرانو د بشري حقونو د سازمان دې رپوټ ته له جواب ویلو ډډه کړې ده.

د کوټې په پریس کلب کې د کالني رپوټ د وړندې کېدو په مهال د بشري حقونو د سازمان صوبايي مشر حبیب طاهر ایډوکېټ په صوبه کې د تشدد پر روانو پېښو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

طاهر ایډوکېټ خبري غونډې ته په وینا کې ویلي چې په بلوچستان کې د خلکو جبري بې درکي یوه ډېره مهمه ستونځه ده، وایي په صوبه کې چې نن سبا حالات خراب دي لوی سبب یې د خلکو بې درکي ده:

"لویه مسئله د بې درکۍ ده چې بدستور جاري ده او ډېر کېسونه نه رپوټ کېږي".

د بشري حقونو سازمان وایي په تېر یوه کال کې هغه 30 کسان هم را خوشي شوي دي چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې بې درکه وو.

حبیب طاهر د ټولو بې درکه کسانو د را خوشي کېدو غوښتنه وکړه او وایي که پر دوی باندې څه جرم وي عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

د بلوچستان د بشري حقونو د سازمان مشر وویل تېر کال په بلوچستان کې د تاوان لپاره د خلکو د تښتونې 33 پېښې هم رپوټ شوې دي.

ښاغلی طاهر وایي‌ د صوبې په لرې پرتو سیمو کې د کولې په کانونو کې د مزدورانو د مړینې پېښې هم ډېرې زیاتې دي ځکه چې وایي د کولې مالکان د کانونو د خوندیتوب پر لارو چارو عمل نه کوي:

"د کولې د مزدورانو مسئله هم ډېره لویه مسئله ده، په پاکستان کې تېر کال له 140 تر 145 پورې کسان مړه شوي چې اکثر پکې د بلوچستان دي".

د بلوچستان د بشري حقونو په سازمان کې د مذهبي اقلیتونو استازی سردار جزبیر سینګ وایي، اقلیتونه هم له څو کلونو راهیسې د عدم تحفظ ښکار دي، نوموړي وي او اې ډوه ته وویل:

"د عیسایانو او هندوانو جایدادونه قبضه دي، هدیرې یې قبضه شوې دي".

د بشري حقونو سازمان د بلوچستان په تربت کې د پوهنتون د زده کوونکي حیات بلوچ، په کېنېډا کې د کریمې بلوچ او په ګوادر کې د شاهینې شاهین د وژنو غندنه کړې ده.

د بلوچستان له صوبایي وزیر ظهور بلېدي څخه مو د کوټې په پریس کلب کې د بشري حقونو د سازمان د کالني رپوټ په اړه غبرګون وغوښت خو نوموړي له خبرو کولو ډډه وکړه.

همدارنګه د صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیاء لانګو ته مو هم د بشري حقونو د سازمان رپوټ د وټسپ له لارې ور واستاوه خو نوموړي یې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

په تېرو کلونو کې د بلوچستان صوبایي حکومت دعوه کړې چې دوی ته تر څلورو سوو پورې د بې درکه کسانو درخواستونه ورکړل شوي وو،‌ وایي په هغوی کې تر 380 زیات کسان را خوشي شوي دي او ډېر لږ پاته دي.

خو په بلوچستان کې د جبري بې درکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکی سازمان دعوه کوي چې تر شل زره زیات کسان یې له کلونو راهیسې بې درکه دي،‌ چې وایي زرګونه تنه پکې وژل شوي او لا هم د خلکو د بې درکۍ لړۍ روانه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG