لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د چین له خوا د ایغور مسلمانانو ځورونه 30 نورو هېوادونو ته غزېدلې


واشنګټن ـــ د چین له خوا د ایغور مسلمانانو د ځورونو په اړه شوې یوه نوې څیړنه کې په ډاګه شوې دغه کار د چین نه بهر ۳۰ هیوادونو ته غزېدلی ځکه چې وایي د ګڼو هیوادونو حکومتونه د چین د اثر او واک نه وېریږي.

دغه رپورټ چې سرخط یې دی "نو سپېس لېفټ ټو رن، چاېناز ټرانسنېشنل ریپرېشن آف یوغرز" کې هغه لارې هم ښودل شوي چې څنګه چین د خپلو پولو بهر په نورو هیوادونو کې ایغور مسلمانان غلي کوي.

دغه رپورټ چې آکسس سوساېټي فار سنټرل اېشیا افېرز او د ایغور هیومن راېټس پراجېکټ په ګډه تیار کړی، پکې ویل شوي چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې په ځینو هیوادونو کې د چین له خوا د ایغور د ځورونو او ویرولو تر ټولو بدې پېښې ریکارډ شوي.

د آکسس سوساېټې ریسرچ ډاېرېکټر براډلې جارډین چې د دغه رپورټ په لیکلوالانو کې هم دی، وي او اې ته ویلي چې په نورو هیوادونو کې ژوند کوونکو ایغورو د ځورولو لپاره چین یو شمېر لارې کاروي چې پکې د موبایل او کمپویټر وایرس یا سپای وېېر او هېکنګ، چې بیا د دغه کسانو پرضد انټرپول یا نړیوال پولیسو ته د دوی د نیولو خبرداری جاري کړي.

برېډلي په یو ایمیل کې وي او اې ته ویلي "د کال ۲۰۱۷ راهیسې د خپلو مخالفینو د غلي کولو تر ټولو لویه او عامه طریقه په چین کې اوسېدونکي د دوی خپلوانو ته دهړکې ورکول دي او په ځینو مثالونو کې د دغه تن د کورنۍ له خوا د حکومت په وینا د هغه پرضد ولسي بیان جاري کول دي".

د وي او اې لخوا په واشنګټن کې د چین سفارت نه په دې اړه پوښتنه شوې خو په سمدستي توګه کوم ځواب نه دی ویل شوی.

تر ټولو ناوړه سرغړوونکي: مسلمانان هیوادونه

د جارډین په وینا په تېره لسیزه کې په جلاوطنۍ کې د سیاسي هلو ځلو اهداف زیات وو خو په سنکیانګ کې د انټرنمنټ کېمپونو زیاتیدو او ظلم ډېرولو وروسته په دغې کې کمی لیدل شوی.‌ وایي د دغې وروسته چین په "حساسو هیوادونو" کې خپل مخالفین ځورول زیات کړی چې زیات یې په مسلمانو هیوادونو کې دي.

جارډین وايي "د چین نه بهر د ایغور مسلمانانو د ځورولو زیاتې پېښې په مسلمان اکثریتي هیوادونو لکه پاکستان، مصر، سعودي عرب او ترکي کې ترسره شوي" او زیاتوي چې په دغو هیوادونو کې په ځینو کې د لږکیو هیڅ قسمه تحفظ نه شته او دغلته قانون کمزوری او د سیاسي مداخلت نه ډک دی.

نوموړي زیاته کړې چې له دې سببه منځنی ختیځ د ایغور خلکو د ځورونو یو نړیوال مرکز جوړ کړی.‌ په دغه رپورټ کې ویل شوي چې داسې لومړۍ پېښه په کال ۱۹۹۷ کې شوې وه چې د پاکستان حکومت ۱۴ ایغور مسلمانان چین ته بیرته شړلي وو او هغوی چین ته د داخلېدو وروسته پهانسي شوي وو.‌

دغه رپورټ‌ زیاتوي چې د کال ۱۹۹۷ نه د کال ۲۰۱۶م د دسمبر پورې چین د ۲۳ هیوادونو نه د ۸۵۱ ایغور مسلمانانو د نیولو او بیرته چین ته د بوتللو په پېښو کې ککړ وو. د کال ۲۰۱۷ راهسې بیا د بیجنګ دغه ګامونه ډېر زیات شوي او د ۱۵ هیوادونو نه د ۶۹۵ ایغور مسلمانانو د نیولو او چین ته د لېږلو پېښې شوي.

د جارډېن تر مخه تر ټولو لویه بېلګه یې په کال ۲۰۱۷م کې په مصر کې شوې، چې د بیجنګ په غوښتنه د مصر پولیسو ګڼ شمېر ایغور مسلمانان زده کوونکی نیولي. په دغو کې ځیني بیا ترکي ته تښتېدلي او نور بینجنګ ته لیږل شوي وو.

د جارډین تر مخه دا د خبردارۍ یوه نخښه وه، ځکه چې وایي هغه ایغور چې په سیاسي توګه فعاله نه وو هغوی هم د چین د حکومت لخوا د ترهګرۍ پرضد جګړې هدف وګرځول شول.

سرغړوونکي هیوادونه په چین انحصار لري:

د دغه رپورټ تر مخه په کومو هیوادونو کې چې د چین له خوا ایغور مسلمانان ځورول کیږي دغه هیوادونه په اقتصادي توګه په چین انحصار لري او دوی په خپلو هیوادونو کې اوسېدونکي ایغوریان بیا د بیجنګ سره د بارګېن یا راکړې ورکړې په توګه کاروي. جارډین وي او اې ته په دې اړه ویلي:

"د دې کار لوی هدف د موقعې نه ګټه پورته کول دي. د سرغړوونکو هیوادونو د چین سره مضبوط اقتصادي او امنیتي اړیکې لري او د ایغورو پرضد ګامونو په بدل کې دغلته سرمایه کاري کیږي او پوځي سامانونه ورکړل کیږي".

نوموړي زیاته کړې چې د بېلټ اېنډ روټ منصوبه چې په کال ۲۰۱۳م کې شورو شوې چین ته دا ګټه ورکړې چې په دغو هیوادونو کې د چین اقتصادي اړیکې نورې هم ژورې شوي.

د څیړنې یا رپورټ ترمخه دا مهال په سنکیانګ کې نژدې یو میلین یا لس لکه ایغور په انټرمنټ سنټرو کې بندیان دي. د بشري حقونو تنظیمونه او هغه کسان چې پخوا په دغو مرکزونو کې ساتل شوي چې دې مرکزونو ته کنسنټرېشن کېمپونه وايي، خو چینايي چارواکي وايي دغو ته د هنري کارونو د زده کړو مرکزونه وايي کوم چې د ترهګرۍ پرضد جوړ شوي قانون لاندې جوړ کړی شوي دي.

د بیجنګ له خوا په سنکیانګ کې شوي یو تازه خبري کانفرنس کې ایلیجان عنایت چې په ایغور خودمختاره سیمه کې د چینايي حکومت ویاند دی،‌ ویلي "ځینې هیوادونه او په امریکا کې مېشت نړیوال تنظیمونه او غربي هیوادونه خیالي کیسې اخستې دي، چې د سنکیانګ سره د تړلو بیانونو او ثبوتونو په توګه یې وکاروي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG