لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان ایالتي وزیر نعیم بازی: حکومت د جادو لکړه نه لري چې عبیدالله کاسی پرې پیدا کړي


کوټه ـــ د بلوچستان حکومت د ايکسايز یا د مالیې وزير ملک نعيم بازی وايي له حکومت سره یې د جادو لکړه خو نه شته چې د خپل ګوند عوامي نېشنل ګوند ورک شوی ځايي مشر دې ژر په پېدا کړي.

له وي او اې ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې له عوامي نېشنل ګوند سره تړاو لرونکي د بلوچستان د ايکسايز محکمې وزير وويل چې حکومت او ادارې یې هڅه کوي اغوا کړل شوی عبيدالله کاسی پیدا کړي، خو چې کله مو له هغه وپوښتل چې حکومت تر اوسه څه کړي او کله به يې پېدا کړي نو ځواب يې دا وو:

"که چېرې زه تاته وخت درکړم چې پیدا یې کړه له تا سره خو د جادو لکړه نه شته چې ته به یې ورتېره کړې او هغه به پيدا شي، کوشش به کوي هغه [حکومت او امنیتي ادارې] هم دغه رنګه دي‌ لکه زه او ته چې يو، خو معلومات به کوو و حال به کوو".

ملک عبيدالله کاسی د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړې وو، کورنۍ يې وايي هغه د جون پر 26مه خپل کور ته نیژدې د کچلاغ له کلي کتير څخه د نامعلومو وسلوالو له لوري اغوا کړل شوی دی.

د عوامي نېشنل ګوند ايالتي وزير ملک نعيم بازی هم دا تايیدوي چې هغه اغوا کړل شوی دی:

"زما دا سل فيصد يقين دی چې اغواکاران راغلي دي او دی یې پورته کړی دی".

د عبيدالله کاسي د تښتونې پر ضد له کوټې 26 کیلوميټره لرې په کچلاغ سیمه کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو او د هغه د کورنۍ له خوا احتجاجي کېمپ لګول شوی دی.

د احتجاجي کېمپ منتظم او د عبيدالله کاسي ماما يوسف خان کاکړ وايي حکومت ته يې د حکومت په غوښتنه دوه واره د 72 ساعتونو وخت ورکړی خو وایي له ورکړل شوي وخته يواځې څلرويشت ساعته پاته دي مګرعبيدالله کاسی لا هم نه دی موندل شوی.

کاکړ وایي که په ورکړل شوي وخت کې حکومت هغه پیدا نه کړ دوی به په سخت احجتاج لاس پورې کړي، يوسف خان وايي د عبيدالله کاسي له هیچا سره کوم ذاتي بد او خفګان نه وو:

"عبيدالله کاسی ډېر شريف سړی و، له هيچا سره يې يو رنګه د يوې روپۍ مسله هم نه وه".

په احتجاج کې شريک د پښتون قومي جرګې مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخوانی صوبایي وزير نواب اياز خان جوګيزی وايي پر پښتنو ورځ تر بلې حالات تنګېږي او له ستونځو سره مخ دي:

"هيڅ نه شته په دې ملک کې صرف تباهي د پښتانه په برخه شوې ده او پښتون د دې وطن د جوړولو لپاره قرباني ورکړې ده، موږ فرنګی [انګرېز] په دا فکر پسې واخيست چې په دې سيمه کې د سيال غوندې ژوند تېر کړو، لېکن 74 کاله تېر شول، خو پر موږ ورځ په ورځ توره تياره جوړېږي، ورځ په ورځ زموږ د ځوانانو ژوند په تکليف کيږي".

بل لوري ته د پوليسو چارواکي وايي د پېښې مقدمه يې درج کړې او ژر به لادرکه کړل شوی عبيدالله کاسی پیدا کړي او د وسلوالو له منګولو به یې و ژغوري.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG