لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د دوکۍ 70 لېویز عسکر له کورونا وېکسینه د انکار په تور ګوښه کړل شوي


کوټه ـــ د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې 70 تنه د لېويزو عسکر له خپلې دندې په دې تور ګوښه کړل شوي چې دوی د کرونا د وېکسين له لګولو انکار کړی وو، حکومت د دوی مياشتنۍ تنخاوې هم بندې کړې دي.

د دوکۍ مرستیال کمیشنر اعظم کاکړ وي او اې ډېوه ته وويل چې دوی په وار وار دغو 70 لېويزو ته د کرونا وایرس پر وړاندې د وېکسین کولو امر کړی وو خو دوی انکاري دي:

"دا خبره سمه ده موږ ۷۰ سپاهیان معطله کړو چې په هغوی کې یو نایب رصالدار او یو دفعېدار شامل دي، په دې وجه چې دوی تر اوسه د کرونا وېکسین نه وو کړی".

اعظم کاکړ وایي له دوی سره د عهدیدارانو په ګډون ټول ۳۷۵ لېویز سپاهیان دي، وایي نورو ټولو وېکسین لګولی دی خو دغو اویا تنه لېویزو له وېکسین لګولو انکار کړی وو.

مرستیال کمشنر وایي دوی د دوکۍ لېویز پولیسو ته له وړاندې ويلي وو چې د کرونا وایرس وېکسین لګول لازمي دي.

د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د پاکستان نېشنل کمانډ اینډ آپریشن سنټر هم د جون په 9مه سرکاري او شخصي ټولو کارمندانو ته د جون تر 30 پورې د کورونا وایرس وېکسین لګولو امر کړی وو.

د بلوچستان د نورو سرکاري ملازمینو په اړه حکومت په نورو څانګو کې لا دغه ډول ګام نه دی پورته کړی.

د روغتيا وزارت بيا له وړاندې دا ګنګوسې رد کړې وې چې حکومت په جبري توګه سرکاري ملازمینو ته د وېکسین ور لګولو پلان لري.

دغه ډول د پاکستان مېډيکل انسټیټیوټ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې هم ویل شوي وو چې د کرونا الاونس يا مالي ونډه به هغه کارمندانو ته نه ورکول کیږي چې د وېکسین کارډ نه لري.

د بلوچستان د روغتیا صوبایي څانګه وایي تېره ورځ هم د کرونا وایرس نوې 33 پېښې رپوټ شوې دي او وایي چې یو تن له ناروغۍ مړ شوی هم دی.

تر اوسه په بلوچستان کې له کرونا وایرسه تر 27 زره زياتې پېښې رپوټ شوې دي او تر 300 زیات کسان ځنې مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG