لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: د چین، پاکستان، افغانستان په ګډون 17 هېوادونو د انساني قاچاق مخه نه ده نیولې


واشنګټن ـــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت سروې رپوټ وایي د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله په تېر کال کې انساني قاچاق زیات شوی او د پاکستان او افغانستان په ګډون یې اوولس هېوادونه د انساني قاچاق په مخنیوي کې د ناکامه هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د انساني قاچاق یا سمګلنګ په اړه ترتیب کړی کالنی رپوټ د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه ځانګړې غونډه کې خپور کړ.

په دې رپوټ کې- چې تقریباً 650 مخه دی- د پاکستان، افغانستان، ایران، روس، چین او شمالي کوریا په ګډون اوولس هېوادونه د انسانانو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ناکامه او تر ټولو پاته بلل شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې شاوخوا دوه کروړه پینځوس لکه خلک د انساني قاچاق ښکار دي چې وایي په هغوی کې ماشومان هم شامل دي.

اینټني بلینکن د دې تفصیلي رپوټ د وړاندې کولو په مهال غونډې ته وویل چې انساني قاچاق په نړیوال بحران بدل شوی چې وایي دا د انسانانو د ځور او تکلیف تر ټولو ستره وسیله ده. بلینکن وایي دا یو داسې جرم دی چې د بشري حقونو او انساني عظمت سپکاوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د 2021م کال په رپوټ کې ویلي چې افغانستان په انساني قاچاق کې په نړۍ کې دریم هېواد دی. په کابل کې د امریکې سفارت نن په یو رپوټ کې د افغان حکومت هغه هڅې ستایلې چې د انسان قاچاق د مخنیوي په برخې کې یې کړې دي:

"د افغانستان دولت د انساني قاچاق د مخنیوي، د قربانیانو د ساتنې، د بچه بازۍ د ختمولو او په جنګ کې د ماشومانو د ګومارنې د مخنیوي لپاره باید نور ډېر ګامونه واخلي."

د انساني قاچاق په مخنیوي کې د ناکامه هېوادونو په نوملړ کې د یادو هېوادونو تر څنګ شام، کیوبا، الجیریا، برما (میانمار)، کوموروز، اریټریا، نکاراګوا، جنوبي سوډان، ترکمنستان او وینزویلا هم شامل دي.

دغه هېوادونه د بشري قاچاق د مخنیوي د ناکامو هېوادونو په نوملړ کې پر درېیمه درجه راوستل شوي چې که په دې برخه کې د اړتیا وړ ګامونه وا نه خلي نو جرمانه پرې لګېدای شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کالني رپوټ کې د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه د نړۍ د 188 هېوادونو له خوا په دې برخه کې کړي کار ته کتنه شوې ده.

په رپوټ کې هېوادونه پر څلورو برخو وېشل شوي دي، په لومړۍ درجه کې هغه هېوادونه دي چې د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې ښه کارونه کړي او په درېیمه درجه کې هغه هېوادونه دي چې په دې برخه کې یې هیڅ کار نه دی کړی.

په نوملړ کې دوې منځنۍ درجې هم شته چې یوه پکې د واچ لیسټ یا د څارنې بېخي سنګینه درجه ده.

کوم هېوادونه چې په درېیمه درجه کې راوستل شوي او د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره یې هیڅ کار نه دی کړی هغه د سزا وړ ګڼل شوي چې د امریکې او نورو هېوادونو له بندیزونو سره مخ کېدای شي او مرستې ورباندې بندېدای شي.

د امریکې خارجه وزارت د امریکې شپږ ملګري هېوادونه قبرص، اسرایل، نیوزیلېنډ، ناروې، پرتګال او سویټزرلېنډ هم د انساني قاچاق له لومړۍ درجې دویمې درجې ته بدل کړي دي. د رپوټ له مخې دا نوې درجه بندي ځکه شوې چې وایي دغه هېوادونه د انساني قاچاق د مخنیوي په نړیوالو معیارونو برابر نه وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG